د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکایانو په سزا زښته مایوسه یم: هیلري


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنټن ویلي هغه د ایران له هغه ګام سره ((زښته مایوسه)) شوې ده چې تر مخې یې دوو امریکايي اتباعو ته د بند سزا اورول شوې ده.

د یکشنبې په ورځ د ایران یوه لوړ پوړي څارنوال دا و منله چې دوو امریکايي ښاریانو ته یې د اتو، اتو کالونو د بند سزا اورول شوې ده. دوه کاله مخکې درې امریکایان شېن بویر، جوش فتال او سېرا شراوډ د ایران و عراق له پولې سره نیول شوي ول. سېرا شراوډ د پینځو لکو ډالرو په ضمانت خوشې کړل شوه خو جوش فتال او شېن بویر ته ایران ته په ((نا قانونه توګه د ننوتو)) په تور درې، درې کاله سزا واورول شوه او بیا ورته د ((جاسوسۍ)) په تور پینځه کاله اضافي سزا واورول شوه. د عمومي څارنوال عباس جعفري دولت ابادي له خولې ویل شوي دوو امریکایانو سره ۲۰ ورځې دي چې د پرېکړې پر ضد اپیل وکړي. دا امریکایان وايي نه ول خبر چې ایران ته اوښتي ول او دوی چکر واهه.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG