د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې د خپلواکۍ ورځ ونمانځل شوه


په جلال آباد کې د خپلواکۍ ورځې غونډه


بازمحمد عابد جلال اباد

د افغانستان د نورو ولایتونو په څیر په ننګرهار کې هم د خپلواکۍ د بیرته اخیستو ۹۲ یمه کالیزه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د اګست په ا۹ نیټه ونمانځل شوه.

تر هرڅه د مخه د ننګرهار ولایت چارواکي او ولسي استازي د یوه لاریون په شکل د غازي امان الله خان تر مزاره ورغلل او د ګلونو څادرونه یې پرې وغوړول.

د دې نمانځنغونډې په اړه د ننګرهار د والي ویاند احمد ضا عبدالزي مشال ریډیو ته وايي:
(( نن ورځ ډیرو وینا والو په خپلو خبرو کې د هیواد د خپلواکۍ د بیرته ګټلو د ستورو یاد تازه کړو. د هغوی میړانه یې وستایله. او راتلوونکو نسلولونو ته یې سپارښتنه وکړه چې د هغوی په پل پلونه کیږدي.))


د ننګرهار ولایتي شورا غړي مفتي معین شاه حقاني وايي چې څنګه د دې لویې ورځې شان دی، هغسې ونه نمانځل شوه.
((زموږ د پارلمان او محاکمو ترمنځ، د ریاست جمهوري تر منځ، د دوه بنو په حیث ناندرۍ رواني دي. هیڅوک قانون ته غاړه نه ږدي. څوک محاجمو ته غاړه نه ږدي. نو څه دغه سیاسيو تربګنۍ او یو څه بې امني او یو څه د ولس په ځان ناباوري چې ۹۲ کاله مخکې مو ازادي حاصله کړې خو نن څه یو؟ خو زه خپل ولس ته د ۹۲ کالو مخکې ازادۍ مبارکي ورکوم او هغو شهیدانو او غازیانو ته د عقیدت پيرزوینې وړاندې کوم))


د خپلواکۍ د ورځې دې جشن ته د پاکستان، ایران او هندوستان د قونصلګریو مشران هم رابلل شوي وو. د پاکستان قونصل جنرل توفیق احمد غوری د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د مشال راډیو له لارې خپل پيغام خه دا رنګۍ وړاندې کړو:
(( زه په دې موقع د افغانستان عوام او باالخصوص د ننګرهار غیور ولس ته مبارکي ورکوم، دا ورح زموږ د دواړو ملګرو ملکونو له پاره د خوشحالۍ ورځ ده. زه د ټول افغانستان عوامو ته د زړه له کومې مبارکی ورکوم.))

د هندوستان قونصل جنرل دریندرسنګ هم د هندوستان د ولس په استازولۍ د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت مبارکي وړاندې کوي او ځان د افغانستان د خلکو سره به دې خوشحالۍ کې شریک ګني.
د غونډې په پای کې د پوهني ریاست د ځوانانو له خوا ملي ترانې هم وویل شوې.

د یادولو وړ ده چې په ۱۹۱۹ میلادي کال غازي امان الله خان د انګریزي استعمار نه په دریم ځل د افغانستان خپلواکي بیرته تر لاسه کړه او شاه و خوا د خپل لس کلن سلطنت په دوران کې یې د قدر وړ خدمتونه تر سره کړي وو.
XS
SM
MD
LG