نيل آرمسټرانګ روانه اونۍ د خپلو نورو دوو هغو ملګرو سره په ګډه د افغانستان پر خاوره قدم کښېښودی چي څه باندي څلوېښت کاله وړاندي سپوږمۍ ته ختلي وو.
د دوی د سفر موخه د افغانستان د نوي هوايي ځواک غړو ته روحيه ورکول او د دوی مورال لوړول و چي د هيواد په ساتنه او بيا رغونه کي برخه اخلي.
نوموړي د افغانستان د هوايي ځواک له هغه ځواني ډلي سره په کابل کي ليده کاته وکړه چي د ناټو تر څارني لاندي يې روزنه کېده. د ناټو لخوا په يو بيان کي د افغان هوايي ځواک روزنه تر لاسه کونکو ځوانانو ته د آرمسټرانګ هغه خبره شوې ده چي په هر کار کي جذبه ډېره مهمه وي.
آرمسټرانګ له هغي ځواني ډلي سره وليدل چي ښځو يې تور حجاب کړی و او د نارينوو يې زرغونې خولۍ پر سر وې او په يوه تانده جذبه د هيواد د خدمت لپاره راغونډ شوي وو. نوموړي دوی ته په کتو سره وويل، د دغه ځواني ډلې جذبه او خوشالي د ډاډ وړ ده.
په افغانستان کي عسکرۍ ته نيول شوو د نوو ځوانانو او عام ولس ملاتړ تر لاسه کول په داسي هيواد کي له مشکل سره مخامخ دي چي يوې خوا ته طالب ياغيان دي او بلي خوا ته د لسو کلونو راهيسي جنګ روان دی.
له امريکايي پوځيانو سره له هيواده بهر د آرمسټرانګ غوندي خلګو ليدل د معمول خبره ده خو له افغان ځواکونو لپاره دا يوه نوې خبره ده.
۸۱ کلن امريکايي نيل آرمسټرانګ هغه وخت نړی هک پک حيرانه کړه کله چي نوموړی په ۱۹۶۹ م کال کي سپوږمۍ ته وختی. له ده سره د افغانستان د سفر پر مهال ۸۳ کلن جيم لوول هم و چي په ۱۹۷۰م کال کي سپوږمۍ ته ختلی و. د دې سربېره ۷۷ کلن ګېنې سېرنن هم د دوی ملګری و چي هغه هم سپوږمې ته ختلی دی.
له دغو سپوږمۍ ختونکو سره د ليدو پر مهال تر روزني لاندي يو افغان ځوان لېفټيننټ خان آغا غزنوي وويل، زما لپاره د ډيري خوشالۍ ځای دی چي زه له دې ډول سترو کسانو سره وينم او دوی زما پوښتني ځوابوي.
ناټو بيړه کوي چي د افغانستان غريب او اکثره نالوستی پوليس او ملي اردو تر هغه وخته وروزي چې د ۲۰۱۴م کال تر پايه د دغه هيواد د امنيت مسيوليت افغان ځواکونو ته وسپاري.