د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان:د پولیسو د یوه مشر په شمول،۴ کسان وژل شوي




د بلوچستان په کوټه او دشت کي په درو جدا جدا پیښو کي،د چارواکو د وینا تر مخه،۴ کسان وژل شوي دي.لومړۍ پیښه د کوټې د غوث آباد په سیمه کي هغه وخت رامنځته شوه،کله چي له شالکوټ پولیس تاڼې سره اړه لرونکۍ،عبدالغفور د نا څرګنده کسانو په ډزو کي ووژل شو.

د شالکوټ تاڼې یوه مشر،حضرت علي د مشال خبریال نیازموسی خیل ته وویل چي عبدالغفور د پولیسو په حساسه څانګه ٫٫سي،آی ،اې٬٬ کي دنده لرله.دۍ د کور پرخوا روان وو چي د غوث آباد په سیمه کي ناڅرګنده کسانو،چي پر موټرسایکله سپاره وو،ډزي پر وکړې او دی یې پر هغه ځای ووژلی .

د شالکوټ تاڼې مشر زیاتوي،برید کونکي له پېښې وروسته په تیښته بریالي شوي دي

بلخوا د مستونګ په دشت سیمه کي،د لیویز چارواکي وایي،چي ناڅرګنده کسانو ۲ کسان،چي پښتانه یادیږي،په ډزو وژلي دي.د دشت د لیویزو مشرغلام محمد په دغه هکله وویل چي دواړه کسان د کوټې اوسیدونکي دي او په یوې مسافرګاډۍ کي د مستونګ پر لور روان وو چي پر دوو موټرساییکل سپرو کسانو د وسلې په زور دوي له ګاډۍ را کښته کړل او ناڅاپه یې ډزي پر وکړې.


هلته د کوټي په سریاب سیمه کي هم د پولیسو یو سپاهي،محمد اکرم دپولیسو په وینا،د ناڅرګنده کسانو په ډزو کي وژل شوی دی.
که څه هم پېښي هدفي وژني مالومیږي،خو پولیسو او لیویزو یې تر اوسه پخلی نه دی کړی.

د یادولو ده چې په بلوچستان کي اکثره پر امنیتي ادارو پولیس ،لیویز او ایف،سي عسکرو باندې د بریدونو پړه بلوڅ خپلواکي غوښتونکي سازمانونه په غاړه اخلي.
XS
SM
MD
LG