د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خضدار کې خبریال منیرشاکر ووژل شو


خبریال منیر شاکر د خضدار یو خبریال چې نامالومه وسله والو ووژلی
خبریال منیر شاکر د خضدار یو خبریال چې نامالومه وسله والو ووژلی


د بلوچستان په خضدار سیمه کي تیر ماځیګر،د پولیسو په وینا،د ناڅرګنده کسانو په ډزو کي د خبري اژانس ٫٫آن لاین انټرنیشنل نیوز نیټ ورک٬٬ خبریال منیرشاکر ووژل شو.

.پولیس وايي،پیښه هغه وخت رامنځته شوه،کله چې منیرشاکر پر هسپتال سړک د کور پر خوا روان وو.د خضدارتاڼې تاڼېدار مشتاق احمد د مشال ریډیو خبریال نیازموسی خیل ته وویل،چې له ایف،ایم ټاور سره نژدې نا څرګنده کسانو پر نوموړي ډزس وکړس او د پیښي له ځایه په تیښته بریالي شول.پولیسو ټپي شوی شاکر روغتون ورسولی خو هلته له رسیدو سره سم یې ساه ورکړه.

له بده مرغه، د وژل شویو خبریالانو نه څوک غمخور شته. نه یې څوک مرستندوی شته او نه یې څوک له کورنۍ سره د تسلۍ او ډاډ ورکولو لپاره راوړاندې کیږي.٬

د خضدارپریس کلب د منیرشاکر پر وژنه خواشیني ښودلې اود درو ورځو ویر یې اعلان کړی دی .د پریس کلب یوه غړي،ایوب بلوڅ وویل،چي خبریال له چاپیریال او روانو چارو څخه هرکس خبروي،خو وروسته یې دغه سزا ویني .د منیرشاکر قصور او ګناه هم دا وه چي هغه خلک له روانو چارو خبرول،رښتني راپورونه یې ورکول او خلک یې په رښتیا خبرول،خو رښتیا ویل تل ترخه وي او کله یې څوک برداشتوي.

دا چي له دا رنګه پیښو وروسته په سیمه کي خبریالان څه احساس کوي او د دوي ژوند له دې پیښو وروسته څه ستونزي محسوسوي؟د پریس کلب،خضدار غړۍ ایوب بلوڅ زیاتوي ،٫٫یواځي په خضدار کي نه،بلکه په ټول بلوچستان کي او د ا ویل به لا زیات ښه وي چي په ټول پاکستان کي د خبریالانو ژوند اوس له ستونزو سره مخامخ شوی دی .خبریالان د خپلو دندو په ترسره کولو کي سخت خنډونه ویني.مخکي به یواځي امنیتي ادارې د وسلوالو په نښانه وو،خو اوس خبریالان هم نه پرېږدي او له بده مرغه،د دوی څوک غمخور هم نشته. نه یې څوک مرستندوی شته او نه یې څوک له کورنۍ سره د تسلۍ او ډاډ ورکولو لپاره راوړاندې کیږي.٬٬
خبریال منیر شاکر په خضدار کې خاور ته وسپارل شو

یاده دي وي چي د یوه راپور له مخه،په خضدار کي له تیر یوه کال څخه دا پنځم خبریال دۍ چي وژل کیږي.تر دې مخکي د خضدارپریس کلب مشر،محمدخان ساسولي د ناڅرګنده کسانو په ډزو کي وژل شوۍ وو.
تر دې دمه لا چا د دې خبریال،منیرشاکر د وژني پړه په غاړه نه د اخیستې او نه دا مالومه شوې،چي نوموړۍ د څه مقاصد لپاره په نښه شو.
XS
SM
MD
LG