د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قبایلي اصلاحاتو پر قوانینو غبرګونونه


 د پاکستان تر واک لاندې د قبایلي سیمو نقشه
د پاکستان تر واک لاندې د قبایلي سیمو نقشه
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري د جمعې په ورځ، د قبایلي سیمو د اصلاحاتو په ترځ کې د سیاسي ګوندونو د فعالیتونو پر قانون او د فرنټییر کرایمز ریګولېشن (ایف سي آر) پر ترمیمي قانون لاسلیک کړی دی.

د اصلاحاتو پر قوانینو د لاسلیک مانا دا ده چې اوس به په قبایلي سیمو کې سیاسي ګوندونه په ازاد ډول خپل فعالیت وکړي، او له هغه ځایه به د پاکستان پارلېمان ته د خپلو استازو په ټاکلو کې بریالي شي.

تر دې مخکې په قبایلي سیمو کې د سیاسي ګوندونو د فعالیت اجازه نه وه.

هلته به آزاد نوماندانو په انتخاباتو کې برخه اخیسته او بیا به پارلېمان ته راتلل.

په دې پرمختګ د شمالي وزیرستان، کورمې او د خیبر اېجنسۍ ولس غبرګون داسې ښودلی دی.

د قبایلو پر اصلاحاتو د ولس غبرګون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:04:41 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

په مومند او باجوړ کې هم قبایلي او ولسي مشرانو په دې اړه خپل نظر له مشال راډیو سره شریک کړی دی.

د قبایلي اصلاحاتو په قانون د باجوړ او مومندو د مشرانو غبرګون
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:33 0:00
د ډاېرېکټ لېنک
XS
SM
MD
LG