په برتانيیا کي څلور ورځنيو بلوو ددې هيواد خلک حيرانه کړي او اوس ددې پوښتنو په ځواب پسي ګرځي چی آخر دا هرڅه ولې وشو.
د برتانيیا وزيراعظم ډيوډ کيمرون دا هسې جنایتي تشدد و باله خو ځيني دا داسي سماجي مسئلې بولي چي د معاشي نا برابريو او نسلي تاوتريخوالي له وجي را مينځ ته شوي دي.
دا وخت تر ټولو مشکل کار د برمنګم، لندن او مانچسټر په کوڅو کي د رامينځ ته شوي بلوو د وجوهاتو په اړه د راپورته شوو پوښتنو ځوابونه موندل دي.
د څلورو ورځو د تشدد وروسته د بلوګرو له خوا د لوټ شوو املاکو او د دکانونو ماتی شیشی پاکي شوي خو د برتانيه وزيراعظم ډيوډ کيمرون چي د(ماتي شوي برتانيا( خبره کوي.
د برتانییا وزیراعظم ډیویډ کیمرون په ملک د روانو بلوو په اړه وویل چې داسې ښکارې د ټولنې ځینې برخې ناروغه شوې دي
د چارشنبې په ورځ ډيوډ کيمرون د برتانوي ټولني په يوه برخه کي د ذمه واریو مکمل نشتوالی د تشدد جرړه وبلله.
نوموړي وويل ،” زموږ د ټولني ځيني برخي داسي دي چي نه يوازي شلیدلي دي بلکه که رښتيا ووايم ، ناروغه دي٬٬
ده زياته کړه :،”کله چی موږ ګورو دوولس او دیارلس کلن ماشومان شوکی کوی او خاندي، کله چی موږ یو داسی د نفرت وړ منظر وينو چي يو ځوان زخمي دی او ځينی کسان يی د مرستي په پلمه لوټي نو دا دا خبره په ډاګه کوي چي زموږ په ټولنه کي ډير خراب شيان شته. “
ځيني نور کارپوهان هم وايی چي د تشدد بنيادي وجه يوازي بې روزګاري، غربت او په خدمتونو کي کمی نه دی.
د برتانيه په مډل سيکس یونيورسټی کي د ټولن پوهني استاذ پروفيسر کولن فرانکوم دا مني چی د حکومت لومړی ذمه واری د امنيت بحالول دي خو یوازي دا ويل چی بلوه ګر عام جنايتکاران دي له نورو ژورو لاملونو څخه سترګي پټول دي.
نوموړي وويل چي،” که چرته دوی دا مسئله يوازي او يوازي د سزا ورکولو له لاري حل کوي نو زما په فکر دا به کار ونکړي.دوی يوازي يوه برخه کسان نیولي دي خو نور ډير کسان شته چي خفه دي خو په بلوو کي يي برخه نه ده اخستې.مسئله ډيره ژوره ده.٬٬
حکومتي شميري ښايی داوخت په برتانيه کي تر پنځويشت کالو کم عمره يو مليون ځوانان بې روزګاره دي.
ځيني کارپوهان بيا حکومت ځکه ذمه واره ګڼی چي په دي وروستيو کي يي د يونيورسټیو فیسونه زيات کړي وو، د سپما د پروګرام له مخي يي په ټولنیځو پروګرامو کي کمی را وستی وو او دا هرڅه ځوانان خفه کړل.
په لندن کی له ستونزو سره مخامخ ځوانانو ته تربيت او د هغو کونسلنګ کوونکې خيراتي ادارې د فيسز ان فوکس مشره هازل سنډرز هم دې طرف ته اشاره کوي.
دا وايي چې ،” ځوانانو ته د خدمتونو ورکولو په برخه کي په رښتياهم ډير کمی شوی دی او دا به ډيري بدي اغيزي به وشیندي.٬٬
خپله بلوو ګرو هم په هيواد کي په معاشی نا برابريو خفګان ښودلی دی. يوې انجلی بی بی سی ته وويل چي په داسي کولو سره دا د هيواد شتمنو ته يو پيغام ورکول غواړي.
دي وويل” دا شتمن خلک دي چي کاروبارونه لري او له وجي يي هرڅه وشو. موږ دوی ته ورښودل غواړو، موږ چي څه و غواړو هغه کولۍ شو. ٬٬
ځينی کارپوهان بيا وايی چي په لومړي سر کی په شوي تشدد کي نسلي څرک ليدل کيدی خو وروسته چي څنګه څنګه خور شو نو نسلي بڼه يي له لاسه ورکړه
هم دا خبره د ليډز يونيورستی ټولنپوه پال بيګولي هم کوي . دی وايی چی که د تشدد هر اړخيزتوب ته وکتل شی نو دا ثابتيږي چي نسلي توپير د تشدد بنيادي وجه نه ده.