د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان نړیوال ګوښه توب



ژباړه: اسرار عالم مهمند


یوې پاکستانۍ ورځپاڼې ډا ن په يوه مقاله کي راغلي که په تاريخ رڼا واچول شي نو دا خبره مخې ته راځي چي پاکستان څو واري په نړيواله تو ګه ځان له شوی ، داسې حالات راغلي چي یو اړخ ته پاکستان او ټوله نړۍ بل اړخ ته وي.

ليکوال علي سرو نقوي وايي ، په لومړي ځل پاکستان هغه وخت ځان له شو کله چې د دغه هيواد پوځ په مشرقي پاکستان کي عمليات پيل کړل، هغه وخت د ټولې نړۍ دا خيال وو چې د پاکستان حکومت په ناسمه دی خو پاکستان ځان په حقه ګڼلو.

مقاله لیکونکی علي سرور نقوي وايي د اسامه بن لادن پر وژنه پکار وو چې پاکستان اطمینان څرګند کړی وای،خو پر ځای ددې پاکستان د هغه وژنه د خپل هیواد د خپلواکی ضد ګام وباله.

دويمه مرحله هغه وخت راغله کله چې د پاکستان منتخب وزيراعظم ته پانسۍ ورکول کيده نو بيا ټولې نړۍ د پاکستان مشرتابه ته خواست وکړو چي دا ګام پورته نه کړي خو دوی ونه مانه .

همداراز دريم ځل پاکستان هغه وخت ګوښه شو کله چې يي په افغانستا ن کي د طالبانو حکومت تسليم کړو، که څه هم له دوو هيوادونو پرته نورې ټولې نړۍ د دې مخالفت وکړو.

ليکوال وايي دا مهال بيا پاکستا ن په ټوله نړۍ کي په داسې حال کې يواځې شوی چې دغه هيواد په اورپکو ځان غلی کړي او يا يي مرسته کوي .


مقاله کې راغلي د سلمان تاثير او بيا د شهباز بټي په وژنه د پاکستاني ولس لخوا ردعمل نړۍ ډيره حيرانه کړه.

مقاله لیکونکی علي سرور نقوي وايي د اسامه بن لادن پر وژنه پکار وو چې پاکستان اطمینان څرګند کړی وای،خو پر ځای ددې پاکستان د هغه وژنه د خپل هیواد د خپلواکی ضد ګام وباله.

په مقاله کي راغلي پاکستان په هيواد دننه او په نړيواله توګه د تره ګرۍ پر ضد ښکاره تګ لاره نه خپلوي او د نړيوالو دا نظر جوړ شوی چې ياد شوی هيواد د تره ګرو مرسته کوي ، دوي فکر کوي پاکستان تره ګرو ته پټن ځايونه ورکوي ، دا رنګ دا هيواد په نړۍ کي يو خطرناک ملک ګرځيدلي.

همدا وجه ده چی يو هيواد هم د پاکستان سره کاروباري اړيکي نه غواړي او نه هم نورو هيوادونه د پاکستان سره تعلق لرونکي زده کونکي ، پيشه ور کسان او سېلګران په خپله زمکه پريږدي او نه هم د دغه هيوادونو خلک پاکستان ته رااتلل غواړي.

ليکوا ل زياتوي که د لندن بمي چاودنې وي او که د ۲۰۰۸ کال د ممبۍ د تره ګرۍ پېښې وي ،له پاکستان سره اړه لري او يا پري شک کيږي.

ليکوال وايي پاکستان په نړۍ کي د ترهه ګرۍ برامد کونکي هيواد جوړ شوي او په هيواد دننه په خپله ترهه ګرۍ ځپلي دي.

همدارنګ پاکستان چي دا مهال په نړۍ کي څومره يواځي شوي په تير وخت کي چري داسي نه دي يواځي شوي.
ليکوال په اخره کي ليکي پاکستان که غواړي په نړۍ کي خپل يواځيتوب کم کړي نو بايد چي دغه هيواد تره ګري له مينځ يوسي .
XS
SM
MD
LG