د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پنجاب کې اورپکیتوب او حکومتي هڅې



لېکواله عاېشه صدېقه واېي ، دا خبر د ستاېنې وړده چې د پنجاب حکومت د مدرسو او د ناقانونه ګرځول شوو ډلو د غړو په اړه د مالوماتو راټولولو لپاره چارواکي ګماري. خو پوښتنه دا راپورته کېږې چې اېا حکومت ته د وړاندې څخه د دې خلکو په اړه مالومات نشته ؟ دواېمه پوښتنه دا ده اېا د پنجاب حکومت به د اورپکو پرضد په خپله رويه کې بدلون راولي او که نه؟

مقاله کې وړاندې راغلي په داسې حال کې چې په پنجاب او سیند صوبو کې اورپکیتوب مخ په زېاتېدو دی ، د دغه صوبو ځاېي پولېس د دې اورپکو له زېاتره هلو ځلو خبر دی.

عایشه صدیقه وايي ،د خفګان خبره دا ده چې پولېس په دې مجبوره کړل شوي ، هغه خلکو ته ناسم مالومات ورکړي چې د مدرسو په اړه تحقیقات کوي .

خو مسله هلته کې رامخې ته شي کله چې دغه پولېسو ته د خپلو مشرانو لخوا دا حکم ورکړی شي چې د اورپکو ډلو په کارونو کې به مداخله نه کوي.

هم داراز د دغه هېواد استخباراتي ادارې هم دې اورپکو ته محفوظه لار ورکوي.

لېکواله عاېشه صدیقه وړاندې لېکې پنجاب حکومت ته ېو رپورټ وړاندې کړل شو چې پکې د پنجاب په بېلا بېلو برخو کې اته مدرسې حساسه ګرځول شوې وې ، عجېبه خبره دا ده چې دا اته وړاه هغه مدرسې دې چې د دغه هېواد د اېجنسو لخوا ورته ملاتړ ترلاسه دی.

لېکواله وايي، له ډېرې مودې راهیسې د پنجاب صوبې په بېلا بېلو برخو کې د برېلوي مسلک ډلې تر کنټرول لاندې راوستو لپاره د ناقانونه ګرځول شوو ډلو حوصله افزايي کېږي او یا یې لاسونه نه نیول کېږي.

پنجاب حکومت ته وړاندې کړل شوي رپورټ کې د دې خبرې هم ذکر شوی چې ناقانونه ګرځول شوو ډلو خپلې کاروایانې مېرمنو ته هم غزولې دي.او دا هر څه د هېواد د استخباراتې ادارو او پولېس د څار لاندې کېږي .

د تېرې ېوې لسېزې راهیسې د پنجاب صوبې په لویو ښارونو کې د مدرسو جوړولو اجازت ورکړل شوی دی.

عایشه صدیقه وايي ،د خفګان خبره دا ده چې پولېس په دې مجبوره کړل شوي ، هغه خلکو ته ناسم مالومات ورکړي چې د مدرسو په اړه تحقیقات کوي .

لېکواله وايي، چې پنجاب حکومت هم لکه د استخبارتي ادارو دا ستراتیجي خپله کړې چې د تشدد د مخنیوي په غرض د اورپکو ډلو ځینو غړو ته په حکومتي او ولسې ادارو کې څوکۍ ورکوي خو خطرناکه خبره دا ده چې دا خلک په ټولنه کې د سخت درېزۍ د خورېدو سبب ګرځېدای شي.

لېکواله عایشه صدیقه په اخر کې لیکي که څه هم ځینې د سخت درېزو ډلو غړو ته په حکومتي ادارو کې ځای ورکول کېږې او دوې بیا د خېر ښېګړې کارونه کوي خو د دې ترشا دا ادارې خپل د اورپکیتوب هلې ځلې هم ترسره کوي.
XS
SM
MD
LG