د لاسرسي ځای

تازه خبر

اتلسم آیني ترمیم او د قامونو حقوق



ژباړه:شاهین بونېری

د پاکستان یوې ورځپانې ډیلي ټایمز د عبدالخالق جونېجو یوه مقاله خپره کړې چې وايي پء اتلسم آیني ترمیم په ملک کې ځینې خلک خوشحالوي کوي او واکمن پیپلز ګوند دا خپله یو لویه بریا بولي . د مقاله لیکونکي په خبره داسی احساس ورکول کیږی چې ګنې اوس به د پاکستان ټولې سیاسي او آیني ستونځې هوارې شي.

لیکوال لیکي د ۱۹۶۰ په لسیزه کې د سیندیانو، بلوڅانو او پښتنو مبارزه د صوبایي خپلواکۍ لپاره وه. خو یواځې دا نه چی دوی ته صوبایي خپلواکی ورنکړای شوه بلکه ددوی مشرانو ته غداران وویل شو او دوی زندان ته واچول شو.

خو پوښتنه داده چی دا صورتحال د دومره خوشحالو وړ دی او کنه؟ او آیا دا آییني ترمیم د صوبایی خودمختارۍ سره تړلې ستونځې هوارولای شي کنه؟

د حکومت په نظر لویه کامیابي داده چې کنکرنټ لسټ ختم شو او ټول اختیارات صوبو ته ورکړل شوي دي خو داد یویشتمې پیړۍ تر ټولو لوی دروغ دی.

په حقیقت کې یواځې د کنکرنټ لسټ نوم صوبو ته منتقل کړی شوی دی او ددې اصل اوس هم په مرکز کې پروت دی . په ۱۷۸ سرکاري محکمو کې ۴۷ صوبو ته ورکړل شوي دي او ۱۳۱ مرکزي حکومت له ځان سره ساتلي دي. په خاص توګه هغه محکمې چې له روپو سره تړاو لري له مرکز سره دي.

لیکوال لیکي د ۱۹۶۰ په لسیزه کې د سیندیانو، بلوڅانو او پښتنو مبارزه د صوبایي خپلواکۍ لپاره وه. خو یواځې دا نه چی دوی ته صوبایي خپلواکی ورنکړای شوه بلکه ددوی مشرانو ته غداران وویل شو او دوی زندان ته واچول شو.

خو اوس حالات ډیر بدل شوي دي. بلوڅان د بلوچستان لپاره هغه حیثیت غواړي چې د پاکستان تر جوړېدو مخکې وو. د سنده ملتپالی تحریک هم یو ګام وړاندې تللی دی . سندیان اوس د چا نه رحم او همدردی نه غواړي. اوس دوی د هغه قامي حاکمیت لپاره مبارزه کوی چی ذکر یی د ۱۹۴۰ م په قرارداد کې شوی دی .

په پاکستان پوځی اسټیبلیشمنټ او سیا ستوال په شریکه حکومت کوي. د اسټیبلیشمنټ کار دادی چې سیاسي معاملې په زور هوارې کړي او سیاستوال یواځې د خپلو خپلو حلقو سیاست کوي.
XS
SM
MD
LG