د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خوست په لرې پرتو ولسوالیو کې د محاکمو نشتوالی



نقیب الله متونوال خوست

خوست د افغانستان یوسرحدي ولایت دی، چې د پولې پورې غاړې شمالي وزیرستان او کورمې ایجنسۍ سره ګډه پوله لري. که څه هم په دې وروستیوکې دلته امن يو څه ښه شوی خوبیا هم خلک د نا امنیو د نورو اغېزو څخه ګڼې ستونزې لري، چې یو له دې هم د خوست له ۱۲ ولسوالیوڅخه په ۹ ولسوالیو کې د محاکمویا عدالتونو نشتون دی.

دلته خلک ګڼې دعوې او لانجې لري چې اکثره یې په حقوقي برخه پورې اړه لري. خو په ولسوالیوکې د محاکمو (عدالتونو)نشتون خلکو ته زیاتې ستونزې پیدا کړیدي.

ولسوالۍ د هيواد اساسي واحدونه دي. له يوې خوا نا امنۍ او له بلې خوا په ولسواليو كې د محاکمو او قاضیانو نشتوالى، پر دولت او نړيواله ټولنه دواړو د خلكو باور كمزورى كوي.

په دې اړه د خوست د اسماعیل خېلو او مندوزیو او باک ولسوالیو دوه تنه اوسیدونکي وایې، موږ هره ورځ ښار ته د خپلو دعوو د حل لپاره راځو او په دې ډول موږ د مياشتې په زرګونو پيسې په كرايو او هوټلونو كې وركوو.٬٬

د خوست د محاکمو ریس قاضي محمد فاضل عتیق وایې، چې رښتیا هم د خوست له ځاځي میدان، نادرشاه کوټ او تڼیو والسوالیو پرته نورې نهه ولسوالۍ قاضیان نه لري او خلک یې د دعوو او لانجو د هواري لپاره خوست ښارته راځي.

نو ولې په دې ولسوالیو کې محکمې او یا قاضیان نشته ؟ د محاکمو ریس فاضل عتیق زیاتوي، چې په دې اړه یې له مرکزکابل څخه مرسته غوښتي چې ترڅو په امتيازي تنخا ګانو نور قاضیان راولیږي.، د خوست په ځینو ولسوالیو کې قاضیان ستونزي لري. هلته ودانۍ او د استوګني ځایونه نه لري او بل دا، چې زموږ په تشکیل کې ۵۴ قاضیان دي او له دې جملي ۱۷ بر حال دنده لري، چي پدې کې ښاري محکمې هم شاملي دي.
فعلآ یو قاضي په دوو، دوو ولسوالیو کې خدمتي کار کوي، خو سترې محکمې ته موږ خبر ورکړی، چي زموږ سره د دې ستونزي په حل کې مرسته وکړي.٬٬

د محاکمو نشتون او یا پروخت د دعوو نه حل، څه نورې ستونزې جوړولای شي. په دې اړه د حقوقي چارو يو تن كارپوه نجيب الله الوخيل وايي، ولسوالۍ د هيواد اساسي واحدونه دي. له يوې خوا نا امنۍ او له بلې خوا په ولسواليو كې د محاکمو او قاضیانو نشتوالى، پر دولت او نړيواله ټولنه دواړو د خلكو باور كمزورى كوي او دولت به لا پسې كمزورى شي. نو په كار ده چې دولت په دې برخه كې زياته توجه وكړي٬٬

دخوست والي عبدالجبارنعیمي هم مني چې د محاکمو په برخه کې دا ستونزه شته خوموږ له دوی سره د ستونزو په هواري کې ډېرې هڅې کوو او د دوی لپاره به امکانات برابرکړو.

نوموړى زياتوي، په ځینو ولسوالیو کې ولسوالان شته امنیتي ځواکونه هم شته، خو قاضیان او څارانوالان نه شته . مونږ پدې هڅه کې یو ، چي د ولسواليو په کچه د دوی تخنیکې ستونزې ورته حل کړو.لومړی تلاش مو دا دی، چي دوی ته د ولسوالی په کچه یو امتیازي معاش ورکړو، ځکه چي په عین معاش چي څوک په کابل کې کار کوي او یا د ولایت په مرکز کې کار کوي، نو بیا ولسوالیو ته څوک نه ځي او هلته کار نه کوي٬٬

والي عبدالجبارنعیمي داهم وايي، چې د دې ستونزو سره سره بیا هم د محاکمو په برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري،د تیر کال پرتله د عدلي او قضایې چارو حالت ډیر ښه شوي دی، دلته علني محاکمې جوړي شوي او مجرمین یې په لس او پینځلس کاله بند محکوم کړي. د قاضیانو د ظرفیت لوړوني لپاره سیمینارونه او ورکشاپونه جوړ شول او دا لړی به دوام ولري٬٬

باید وویل شي، چې په محاکمو کې د خلکو د دعوو او لانجو د ژر نه حل کیدو له امله خلک قومي جرګوته مخه کوي او جرګې هم اوس د پخوانو غوندې نه دي او ډېرځله د مخورو، ژبورو، او بډایه خلکو په ګټه فیصلې کوي چې دې هم خلک له یوبل ډول ځورونې سره مخامخ کړیدي او د دولت او ولس تر منځ يې واټن پيدا كړيدى.
XS
SM
MD
LG