د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ایران کې د القاعده غړي اوسي، خپله دنده پر مخ بیايي


تهران: په ایران کې په یوه نا مالوم ځای کې د دې هېواد یو توغندی ښودل شوی دی، له انځور سره د ایران بیرغ هم دی. د ۲۰۱۰ز کال د اګست شلمه.
تهران: په ایران کې په یوه نا مالوم ځای کې د دې هېواد یو توغندی ښودل شوی دی، له انځور سره د ایران بیرغ هم دی. د ۲۰۱۰ز کال د اګست شلمه.
اسرار عالم مومند، مشال راډیو

سرچینه: د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګه

پراګ
- د امریکا حکومت پر ایران تور پورې کړی دی چې هلته موجود د القاعده شبکې کسان د دې هېواد له لارې په پاکستان او افغانستان کې له خپلو غړو سره مالي مرسته کوي.

د جولای په ۲۹ مه د امریکا د مالي چارو وزارت په ایران کې پر مېشت القاعده ته مرستې ورکوونکي ایزالدین عبدالعزیز خلیل (دی د یاسین السوري په نوم هم پېژندل کېږي) او د القاعده پر پينځو نورو غړو مالي بندیزونه ولګول.

امریکايي چارواکي وايي ایزالدین خلیل د ایران حکومت او القاعده تر منځ د یوه ځانګړي تړون تر مخې خپله دنده پر مخ بیايي.

واشنګټن پوسټ ورځپانه په ۲۰۰۳ز کال کې رپورټ خپور کړی وو چې په کې یې لیکلي ول، د القاعده د اوسني مشر ایمن الظواهري او د ایران د دفاع د وزیر احمد واحدي تر منځ له یوې لسیزې پر زیات وخت محیط اړیکي دي.

د القاعده او ایران تر منځ اړیکو اوس نه یواځې پرمختګ کړی دی، بلکې په دې اړیکو کې مهم کردار تر سره کوونکي کسان هم پېژندل شوي دي.
د سپټمبر د یولسمې تر ترهګرو بریدونو وروسته، د جوړ شوي یوه کمیسیون په رپورټ کې ویل شوي ول چې تر یادو ترهګرو بریدونو مخکې، ایران د افغانستان په ګډون، نورو هېوادونو ته د القاعدې د غړو په رسولو کې مرسته کړې وه.

د القاعدې له دې غړو بیا ځېنې د سپټمبر د یولسمې په بریدونو کې هم کار کړی وو.

په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له نسکورولو سره سم، د القاعده ډلې یو شمېر مشرانو په ایران کې پناه واخیسته چې په کې بیا ځېنې نظر بنده هم کړل شول.

همدا راز، تر ۲۰۰۹ز کال د اسامه زوی سعد هم په ایران کې ژوند کاوه.

غربي استخباراتي ادارې وايي د القاعده سټراټیژي جوړوونکی، ستر پوځي مشر سیف عادل هم دا مهال په ایران کې موجود دی.

په کاناډا کې د رایل پوځي پوهنځي غړي هوشاګ حسن یاري د مشال راډیو د خبرونو له مرکزي څانګې سره د خبرو پر مهال ویلي: (( د القاعده او ایران تر منځ اړیکو اوس نه یواځې پرمختګ کړی دی، بلکې په دې اړیکو کې مهم کردار تر سره کوونکي کسان هم پېژندل شوي دي.))

نوموړی وايي، د امریکا د پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بوش په وخت کې یواځې اوازې او اټکلونه ول، خو اوس امریکا دې نتیجې ته رسېدلې ده چې القاعده او ایران اړیکي لري.

دا مهال ښايي ایران ځکه د القاعده مرسته کوي چې امریکا له منځني ختیځه وباسي. خو بیا ځېنې شنونکي وايي، پر ایران د امریکا د بندیزونو له کبله دا هېواد له ترهګرو سره مرسته کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG