د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قاهرې تحرير څلورلاره د پاڅونونو مرکز


Egypt -- Pro-democracy supporters gather in Tahrir Square on Cairo, 18Feb2011
Egypt -- Pro-democracy supporters gather in Tahrir Square on Cairo, 18Feb2011


احمد شاه اعظمي- مصر

د مصر په قاهره ښار کي تحرير څلور لاره په دې هيواد کي د يو شمېر پاڅونونو او احتجاجونو شاهد بلل کيږي. د روان کال د جنوري پر ۲۵مه نېټه چي د حسني مبارک د واکمن حکومت په ضد کوم ولسي پاڅون وشو او رژيم يې ړنګ کړی دهغه سرچينه هم په تحرير څلور لاره کي وه. دا چي تحرير څلور لاری څه تاريخي ارزښت لري او په دې هيواد کي يې د بيلا بيلو رژيمونو په ضد څه رول لوبولی دی؟

د روان کال د جنوري پر ۲۵مه نېټه چي په مصر کي د حسني مبارک د واکمن حکومت په ضد کوم ولسي پاڅون وشو او رژيم يې ړنګ کړی دهغه سرچينه هم په تحرير څلور لاره کي وه.

د مصر په قاهره ښار کي ميدان التحرير يا د آزادۍ څلور لاری په دې هيواد کي د يو شمېر پاڅونونو او احتجاجونو شاهد بلل کيږي. د قاهرې په زړه کي دا څلورلاری په تيرو وختونو کي د ميدان اسماعيليه په نامه بلل کېدی چي د نولسمي ميلادي پېړۍ د واکمن اسماعيل خديوي له نامه سره تړل شوی و.

په ۱۹۱۹م کال کي په مصر کي د ولس لخوا تر انقلاب وروسته دغه څلور لاری په غېر رسمي ډول د تحرير يا آزادۍ د څلورلاري په نامه مشهوره شو، خو چي کله په ۱۹۵۲م کال کي تر ولسي پاڅون وروسته په مصر کي شهنشاهيت په جمهوريت بدل شو نو د دې څلورلاري نوم په رسمي ډول د ميدان التحرير په نامه ونومول شو.

د روان کال د جنوري پر ۲۵مه نېټه چي په مصر کي د حسني مبارک د واکمن حکومت په ضد کوم ولسي پاڅون وشو او رژيم يې ړنګ کړی دهغه سرچينه هم په تحرير څلور لاره کي وه. دا چي تحرير څلور لاری څه تاريخي ارزښت لري او په دې هيواد کي يې د بيلا بيلو رژيمونو په ضد څه رول لوبولی دی؟ همدا پوښتنه مي په تحرير څلور لاره کي له يو ځوان مظاهره چي محمد فتوح الفقهي څخه وکړه نو هغه څه داسي ځواب راکړی.

((د تحرير څلورلاری د ډيرو پاڅونونو او احتجاجونو شاهد دی. دا څلور لاری د ښکېلاک له وختونو څخه د آزادۍ مثال ګرځېدلی دی. دا د ناسم نظام په ضد د پاڅونونو شاهد دی. په دې څلور لاره کي زياتره وخت د مظاهرچيانو او امنيتي ځواکونو تر منځ اخ و ډب را منځ ته شوی دی. د جنوري پر ۲۵مه نېټه هم خلګو په همدې ميدان کي پاڅون وکړی ځکه چي دوی ته د ميدان ارزښت او تاريخ مالوم و)).

په تحرير څلورلاره کي ولسي مظاهرې نه يوازي د حکومت لپاره سر دردی ګرځي بلکې د عام ولس ژوند هم اغېزمن کوي. په دې ځلورلاره کي يوه ځوانه مظاهره چي حانا محمد وايي چي دا يواځينی ځای دی چي پر حکومت اغېز کوي.
((دا يواځينی ځای دی چي پوځي ځواکونه او حکومت زموږ ږغ اوري. خلګ دلته ځان رارسوي، راغونډيږي او خپلي غوښتني وايي. ځکه چي دا يواځينی ځای دی چي دوی ته زموږ ږغ رسيږي. نو دا ځای د شپېتو کلونو راهيسي د مظاهرچيانو لپاره دی او د قاهرې خلګ يې په همدې نسبت پېژني)).

په تحرير څلور لاره کي په لکونو خلګ په يو وخت کي را ټولېدلای شي. د دې څلور لاري خوا و شا يو شمېر مهمي ودانۍ او لاري دي چي د قاهرې شريان بلل کيږي. په دې څلور لاره کي يو ځوان مظاهره چي احمد عبدالمنعم وايي چي په جغرافيايي ډول دا څلور لاری ډېر ارزښت لري.

((تحرير څلور لاری په جغرافيايي توګه يو له غټو ميدانونو څخه ګڼل کيږي ځکه چي د دې ميدان چار چاپېره ډيري مهمي ادارې شتون لري لکه مجمع التحرير، امريکايي پوهنتون، د عربي نړۍ ټولنه، د امريکا او بريطانيې سفارتونه، همدا ډول نور ډېر سفارتونه او وزارتونه. او موداسي نوري لاري چي له تحرير څلورلاري څخه سرچينه اخلي لکه د طلعت حرب کوڅ چي دلته د ډيرو ګوندونو د فترونه دي، د بيلګي په توګه حزب الغد، حزب تجمع او همدا ډول د قصر عيني کوڅه چي ډېر وزارتونه او ولسي جرګه او د مشرانو جرګه پکي شته)).

په تحرير څلورلاره کي د مصر مرکزي ميوزيم، د ميټرو تمځای او يو شمېر هوټلونه هم شته او بلي خوا ته بيا د نيل لوی سيند ته هم لاره لري. په قاهره کي دا څلورلاری د ښار زړه او دروازه بلل کيږي خو د ۲۵م جنوري تر انقلاب وروسته ځيني کسان دې ته د شهيدانو د څلورلاري نوم هم ورکوي.
XS
SM
MD
LG