شاه سقیم کندهار
په کندهار ولايت کې د نا امينو وروستيو پېښو که له يوې خوا په دغه ولايت کې د ژوند بېلابېلې چارې کمزورې کړې دي بله خوا د دغه ولايت اوسېدونکې مېرمنې وايي چې د نا امنيو پېښو يې پر ژوند بدې اغېزې کړې دي.
د کندهار د اوسېدونکيو مېرمنو په خبره د نا امنيو د احتمالي پېښو له وېرې نه خو په ډاډه زړه له کوره وتلاى شي او نه يې هم زدکوونکي ښوونځي ته تلاى شي.
اکثره ستونزي ښځو ته د دوى د کورنۍ له خوا جوړې شوې دي.او بل د جنګونو او نا امنيو تاثير هم د ښځو په ژوند زيات د.
د نايلې په نامه د ښوونځي يوه زده کوونکې وايي چې دا او ملګرې يې وخت نا وخته د کورنۍ غړي له دې وېرې چې کومه بده پېښه ونه شي ښوونځي ته له تګ څخه منع کوي.
ددې په خبره ډېرى ښځې هم د نا امينو د پېښو له وېرې نه شي کولاى خپل دفتري کارپر مخ بوزي.
”د کندهار حالات ښه نه دى، خلک ډآرېږي ، د ډېرو کورنيو غړي خپلې د کور ښځې له دې وجهې د باندې نه را پرېږي چې د دوى په خبره حالات خراب دي“
خو د پرښتې په نامه يوه بله زده کوونکې بيا وايي چې د کندهار ځينې کورنۍ د نا امنيو له وېرې پرته هم نه غواړي چې لوڼې يې ښوونځي ته لاړې شي.
” اکثره ستونزي ښځو ته د دوى د کورنۍ له خوا جوړې شوې دي.او بل د جنګونو او نا امنيو تاثير هم د ښځو په ژوند زيات دى خو ډېرو کورنيو خپلو ښځو ته په خپله ستونزې جوړې کړې دي“
نجېبه هاشمي هم ورته خبره کوي او زياتوي چې د نا امنيو له امله د ډېرى مېرمنو حقوق تر پښو لاندې کړل شوي دي.
” په کندهار کې نا امني اوج ته رسېدلې ده . په کوم ځاى کې چې حالات خراب وي هلته د بشر حقوق نه مراعت کېږي. ښځې هم بشر دى دغه ښځو ته په لومړي سر کې د سواد په برخه کې زمينه نه ده برابره که چېرې يو نيم ښوونځى شته نو هغه هم يوازې په ښار کې دى په ليري پرتو سيمو بيا نشته ، په کندهار کې داسې ناوړه دودونه هم شته چې يا خو پلرونه په خپلو لوڼو له سره تعليم نه کوي او که يې کوي نو تر پېنځم ټولګي لوړې يې نه پرې کوي. “
د کندهار د ښځو چارو رييسه رقيه اڅکزۍ هم دا مني چې نا امنيو د کندهار ميرمنې له ستونزو مخ کړې دي خو وايي چې په دې سربېره ځينې دودونو او رواجونو هم د مېرمنو پر ژوند ناوړه اغېزې کړې دي.
” زه فکر کوم ښځو ته لويه ستونزه خراب امنيت دى ، دلته ډېرې مېرمنې د نا امنيو له امله کونډې شوې دي. په نورو ولايتونو کې د کندهار په پرتله حالات ښه دي ، هلته ښځو ته هم دومره ستونزې نشته. په دې سربېره زمونږ په ټولنه کې ځينې رواجونو هم د ښځو په وړاندې ستونزي جوړې کړې دي . “
د يادوونې وړ ده چې څه موده وړاندې د تامسن رويټرز په نامه يوې ادارې تر يوې سروې وروسته ويلي وو چې افغانستان د ښځو د پاره د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد دى چې وروسته يې بيا افغان چارواکيو ادعا بې اساسه بللې وه.