د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې په بزګرانو ټراکټورونه وویشل شول



بازمحمد عابد جلال اباد

د ننګرهار د زراعت د پراختیا له پاره د شپږ سوه زره امریکايي ډالرو په لګښت دوه پروژې د امریکا د متحده ایالاتو په مرسته پرانستل شوې.

لومړۍ پروژه د شلو ټراکټورونو ده چې د ننګرهار د بهسودو او کامې ولسوالیو په کرنیزو کوپراتیفونو وویشل شول او دویمه هغه یې د تخمونو د پاکولو د دستګاوو د ویش ده.

د ننګرهار د زراعت ریس محمد حیسن ساپی د پروژو د پرانیستلو پر مهال خبریالانو ته وویل، موږ د کلیو د پراخیتا او ډایاګ د پروګرام له لاندې، شاهدان یاستو، چې د دغه پروګرام له لارې به د ننګرهار په دوه ولسوالیو بهسود او کامه کې بزګزرانو ته شل ټراکټورونه په واک کې ورکول کیږي چې دا په وړیا توګه ده. چې هرې ولسوالۍ له پاره له لس، لس ټراکټورونه ورکول کیږي. چې د دې سره به ټرالۍ، تریشرې، بلیډونه، سی پال او نو پال او نور ضروري شیان ورسره دی، چې په زراعتي برخه به ترې ګته اخیستل کیږي. د دې شلو تراکټورونو قیمت څلور سوه زره امریکايي ډالر دي.٬٬

دی زیاتوي چې د کرنیزو تخمونو د پاکولو دستګاوې به هم د بزګرانو په واک کې ورکړل شي، د زراعت د انکشاف د ټیم یعنې اي ډي ټي په مالي مرسته موږ د تخم پاکې د دستګاه، د هغه د ګودام او دفتر، تعمیرات او لوازمو پرانستنه هم نن کوو چې دا د دوه سوه زرو امریکايي ډالر په ارزښت یوه بله پروژه ده چې د یادو ولسوالیو د بزګرانو د کوپراتیف په واک کې به ورکول کیږي.٬٬

ګروندګر خوشحاله وو چې پّه کرنیزو چارو کې به له اسانتیا وو برخمن شي:
د کامې ولسوالۍ د ده طاهر د کوپراتیف مشر عبدالرزاق وايي چې خدای دې وکړي چې دا پروسه کامیابه شي. داسې ونه شي چې له یوې ستنې نه واده پاتې نه شي. بله دا چې دې ټراکټورونو سره به زموږ شاړې ځمکې ابادې شي.

د حاجی غلام حسن په نوم یو تن وايي چې د کوپراتیف له لارې به دې ټراکټورونو ته یوه لایحه جوړوي چې په کم قیمت د سیمې بزګران وتوانیږي چې خپلې ځمکې په اساسي توګه د کښت او کر له پاره جوړې کړي.
د یادولو ده چې درې میاشتې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په چپرهار، بټي کوټ، غني خیلو او کوټ ولسوالیو کې د کرنې او اوبو لګولو وزارت له خوا ۴۰ عرادې ټراکټورونه د بزګرانو په واک کې ورکړل شوي وو.
XS
SM
MD
LG