د لاسرسي ځای

تازه خبر

له هند سره ښه اړيکي غواړو.حنا رباني کر


دهنداو پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ایس ایم کریشنا او حنا رباني کر
دهنداو پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ایس ایم کریشنا او حنا رباني کر

دهنداو پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو ایس ایم کریشنا او حنا رباني کر نن په نوي ډیلي کې وکتل. د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ددواړو خواوو ترمنځ د خبرو د لړۍ د بیا پرانیستل کیدو نه پس دا اول ځل دی چې د دواړو خواوو د بهرنیو چارو وزیران سره ګوري.

دواړو مشرانو په یوه نوې جذبه د همکارۍ غوښتنه وکړه .
په دې موقع رسنیو سره د خبرو پرمهال حنارباني کر وویل، دشریک تفاهم دلارې ددواړو هیوادونو په ستونزو رڼا اچولی شو . مونږ د هندوستان سره مثبتې او دوستانه اړیکې ساتل غواړو . دواړه هیوادونه باید په شریکه دامن او استحکام لپاره کار وکړي.٬٬


کارپوهان وايي ددې لیدنې په ترڅ کې د سولې په اړه د کومې لویې بریا لږه تمه کیږي ، خو دا هم وايی چې دا ډول لیدنې په یو بل د باور د زیاتولو او د خبرو د دریڅو د پرانیستلو لپاره ګټورې دې.

هند او پاکستان په تیره فرورۍ میاشت کې یو وار بیا د یو بل سره د سولې خبرې پیل کړې ، دا خبرې په دوه زره اتم کال کې د ممبۍ په ښار د شوو بریدونو نه پس ځنډیدلې وې.

هندوستان تور لګولو چې هغه بریدونه د پاکستاني اورپکو ډلو له خوا ترسره شوي وو چې پکې یو سل او شپږ شپیته کسان وژل شوي وو .
XS
SM
MD
LG