د لاسرسي ځای

تازه خبر

په هلمند کې ۲۲ وسله وال طالبان ووژل شو


د هلمند امنيتي چارواکي وايي چې تېره ورځ يې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې دوه ويشت وسله وال طالبان وژلي او يو شمېر نور يې ژوبل کړي دي .
د هلمند د والي وياند داوود احمدي وايي، چې تېره ورځ د هلمند ولسوالۍ په لوى مانده سيمه کې د وسله والو طالبانو او ملي پوليسو تر منېځ نښته شوې ده چې پکې شپږ تنه طالبان وژل شوي او وسلې يې پوليسو ته ورغلې دي.
دى زياتوي چې تېره ورځ د هلمند د موسى کلا ولسوالۍ په موسى زي سيمه کې هم د پوليسو او طالبانو تر مېنځ نښته شوې ده چې پکې څوار لس تنه وسله وال طالبان وژل شوي او اته نور ژوبل دي .
دده په خبره په دواړو نښتو کې درې تنه پوليس ټپيان شوي او دوه نور ژوبل شوي دي
تر اوسه پورې وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي .
XS
SM
MD
LG