د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ته مرستې بندې نه شوې، خو نظر به پر ساتل کېږي


د امریکا او پاکستان بیرغونه. د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګل دي.
د امریکا او پاکستان بیرغونه. د دواړو هېوادونو اړیکي ترینګل دي.
رپورټ: بوریوال کاکړ او پامیر ساحل، مشال راډیو


پراګ
- د امریکا د سینېټ د بهرنیو چارو کمیټۍ هغه قانوني لاسوند رد کړی دی چې موخه یې پر پاکستان د ټولو مرستو ودرول وه.

د رایې اچونې پر مهال د کانګرس پینځو غړو د لاسوند په حق او ۳۹ هغو یې په ضد رایه ورکړې ده.

که څه هم پاکستان ته امریکايي مرستې له دې لاسونده نه دي ودرول شوې، خو د بل تر مخې پاکستان ته پر ورکول کېدونکو مرستو به کلک نظر ساتل کېږي او له دې هېواد سره ملکي یا ولسي مرستې به د دې هېواد د لاس ته راوړنو له شرط پورې تړلې وي.

په دې وروستیو کې د امریکايي ولسمشر باراک اوباما حکومت، پاکستان ته هغه ۸۰۰ میلیونه امریکايي ډالره مرستې وځنډولې چې د پوځي څانګې لپاره وې.

دا مرستې چې د پیسو او سامان په شکل کې وې، د هغو ۲،۷ اربه ډالرو پوځي مرستو له درېیمې برخې زیاتې جوړېږي چې امریکا ورکولې.

د بل تر مخې پاکستان ته پر ورکول کېدونکو مرستو به کلک نظر ساتل کېږي.
امریکايي چارواکو په بیا بیا د پاکستان پر استخباراتي ادارې آی ایس آی ځېنې پوښتنې را پیدا کړې دي چې دا اداره له القاعده شبکې پورې تړلو د حقاني اورپکې ډلې او له لشکر طیبه وسله والې ډلې سره اړیکي لري.

پاکستان له دې انکار کوي چې له ترهګرو ډلو سره اړیکي لري.

امریکايي چارواکو پاکستان ته دا هم ویلي چې، په قبایلي سیمې شمالي وزیرستان کې دې د حقاني اورپکې ډلې پر ضد عملیات وکړي، خو د پاکستان پوځ وايي پر یو مهال، په ډېرو ځایونو کې نشي جنګېدای.

د پاکستان او امریکا اړیکي د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته لا نور خراب شول.

د رویټرز خبري اژانس له وینا سره سم، په امریکا کې حکومتي چارواکو په دې اړه د شک څرګندونه کړې ده چې څنګه اسامه بن لادن په پاکستان کې له کالونو راهیسې اوسېده او د دې هېواد استخباراتي، پوځي او ملکي ادارې له هغه نه وې خبرې؟

پاکستان وايي د اسامه بن لادن له موجودګۍ نه وو خبر او دا چې د مې په دویمه نېټه په اېبټ اباد کې د امریکايي ځواکونو ځانګړو عملیاتو د پاکستان خپلواکۍ ته زیان رسولی دی.
XS
SM
MD
LG