د لاسرسي ځای

تازه خبر

هند ته د هیلري کلنټن سفر او د پاکستان اندېښنې



ژباړه:اسرارعالم مهمند

د ريټرز خبري اژانس په یوه رپورټ کي راغلي د امريکا د بهرنو چارو وزيره هيلري کلنټن په داسې مهال د هندوستان په سفر ده چې د پاکستان او امريکا ترمنځ په کمزورو اړيکو کې نوي درزونه رامنځ ته شوي دي.

له دې وړاندي د تير کال د نومبر مياشت کې د امريکا ولس مشر باراک اوباما هم د هند په دوره تللی وو، رايټرز خبري اژانس وايي په پام کي ده چي د امريکا دبهرنو چارو وزيره هيلري کلنټن به له هندي چارواکو سره په ځانګړې توګه په ستراتیجيکي اړيکو هم خبرې وکړي.

خبري اژانس رايټر د امريکايي چارواکو له خولې ليکي چې هيلري کلنټن به هندي چارواکو سره په بيلا بيلو څانګو کي د همکارۍ په اړه هم خبري کوي چي په کي به د پوځي او استخباراتي اړيکو پراختيا ، نيوکليايي او نوري د توانايي پروژې شاملې وي .

رايټرز خبري اژانس کي راغلي چي ميرمن کلنټن به هندي چارواکو سره دخبرو پرمهال دا خبري هم په پام کي ساتي چي يو خوا امريکا له افغانستان د پوځونو ويستل پيل کړي نو بلخوا د پاکستان او هندوستان ترمنځ اړيکي هم ډير مهم دي ځکه چي د ممبۍ بمي چاودنو وروستو د امريکا انديښنې مخ په زياتېدو دي.

رايټرز خبري اژانس د امريکايي سياسي پوهانو له خولي وايي هيلري کلنټن چي نن د هند سفر کوي غواړي به چي هند په سيمه کي ترنګلتيا پيدا نه کړي او د امريکا او پاکستان ترمنځ له وړاندې کمزوري اړيکي لا نور خراب نه کړي.

رايټرز خبري اژانس وړاندي ليکي د امريکا د بهرانو چارو وزيره به د هند د دوري پر مهال هڅه کوي چي د هند او پاکستان ترمنځه اعتماد بحال کړي.

خبري اژانس زياتوي هندي چارواکي په دي انديښمن دي که چېري امريکا په تندۍ کي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو دا به پاکستان پلوه طالبانو ته ګټه ورسوي نو هيلري کلنټن به هڅه کوي چي څه رنګه پاکستان او هند سياسي مزاکراتو ته دوام ورکړي.

رايټرز خبري اژانس په اخره کي ليکي په داسي حال کي چي د چين لخوا په پاکستان باندي اثر مخ په زياتيدو دي هيلري کلنټن به غواړي چي د هند سره په کاروباري اړيکو هم خبري وکړي
XS
SM
MD
LG