د لاسرسي ځای

تازه خبر

په ننګرهار کې ۱۳ طالبان په عملیاتو کې ووژل شول




بازمحمد عابد مشال ريديو جلال اباد


د ننګرهار ښیوې ولسوالۍ کې د بوډیالۍ کلی ته وسله وال طالبان ننوتي چې افغان او ایتلاف ځواکونو محاصره او د چارواکو په وینا ۱۳ تنه وسله وال طالبان په کې وژل شوي دي.

د ننګرهار د والی ویاند احمد ضیا عبدالزي د ټیلفون په کرښه له سیمې نه مشال ریډیو ته وویل چې نظامي عملیات پای ته رسیدلي خو په سیمه کې پلټونکي عملیات دوام لري. ده زیاته کړه:
(( دا عملیات چې د ښیوې ولسوالۍ د بوډیالۍ کلی کې د مخالفینو پر ضد پیل شوی وو، تقریباٌ پای ته رسیدلي دي. تر اوسه پورې د وسله والو مخالفینو څخه ۱۳ تنه وژل شوي دي. شاید دا شمیره تر دې هم واوړي. په سیمه کې د وسله والو طالبا نو څخه یو شمیر وسلې او مهمات هم پاتي دي. دقیقه شمیره به یې وروسته مالومه شي، خو وسله وال د بودیالۍ یوه ښوونځي کې راټول شوی و. نظامی عملیات پای ته رسیدلي او په سیمه کې چاڼیز عملیات دوام لری.))

بل خوا د سیمې نه یو تن اوسیدونکي ډاکټرمسعود مشال ریډیو ته د ټیلفون په لیکه وویل چې تر دیرش تنو پورې وسله وال طالبان په وژل شوي او له سیمې خلک نورو سیمو ته په کډه شوي دي. ده وايي زیاتوي چې په کوم ښوونځي کې چې وسله وال طالبان راټول شوی وو افغان او ایتلافي ځواکونه ورپسې په هیلو کیپټرو کې راغلل او بمباري یې پرې وکړه.

بل خوا وسله والو طالبانو تر دې دمه رسنیو ته څه نه دی ویلي. په ختیځ کې د ایساف مطبوعاتي دفتر هم عملیات تاییدوي خو د اوښتو زیانونو په اړه یې رسنیو ته څه نه دي ویلي.
XS
SM
MD
LG