د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ورور د وژنې وروستو هم، وسلوالو طالبانو سره خبرو ته تیار، کرزی


افغان ولسمشر حامد کرزی په کندهار کې د خپل ورور خاورو ته د سپارلو پر محال
افغان ولسمشر حامد کرزی په کندهار کې د خپل ورور خاورو ته د سپارلو پر محال
رپوټ: سید شاه سقیم



دافغانستان د ولس مشر حامد کرزي د ورور او د کندهار د صوبايي اسمبلۍ د سپیکر احمد ولي کرزي جسد نن د کندهار د ډنډ ولسوالۍ په کرز کلي کې خاورو ته وسپارل شو.

د افغانستان ولسمشر حامدي کرزي په کندهار کې د خپل ورور تر جنازه وروسته له قومي مخورو سره خبرې کړي دي ده خپل بل ورور شاه ولي کرزى ېی د احمدولي ځاي ناستى ټاکلى دې.

ولسمشر کرزي د خپل کشر ورور احمد ولي کرزي په جنازه کې تر برخه اخيستلو وروسته د کندهار په منډيګک ماڼۍ کې سلګونو قامي مخورو ته وينا وکړه ، او يو ځل بيا يې وسله وال طالبان له دولت سره روغي کولو ته را وغوښتل .

ولسمشر د خبرو پر مهال وويل چې که څه هم تېره ورځ د ده د ورور احمد ولي کرزي د وژل کېدو مسوليت وسله والو طالبانو منلى دې، او د ده د ورور پر وژنه يې خوښي هم څرګنده کړې ده، خو دى بيا هم طالبانو ته د سولې کولو وړانديز کوي.

حامد کرزي وویل، پرون د احمد ولي خان د شهادت غږ وشو او طالبانو وويل چې دا کار دوي کړى دى، او افتخار يې وکړ ، خو زما وينا دا ده چې وطنداره ، وروره وژنه اسانه کار دى، هرڅوک يې کولاى شي مهمه دا ده چې څوک د چا ژوند وساتي.


کرزي د خپلو خبرو پر مهال خپل بل ورور شاه ولي کرزى د احمد ولي کرزي ځاى ناستى وټاکه او له خلکو څخه يې وغوښتل چې ملا يې وتړي.


د غونډې سلګونو برخه والو چې زياته برخه يې قامي مشران وو، ولسمشر ته له شاه ولي کرزي سره د مرستو ډاډ ورکړ.


د کندهار د ولايتي شورا ريس احمد ولي کرزى تېره ورځ په خپل کور کې د خپل يو ساتونکي لخوا پر ډزو ووژل شو.


طالبانو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د احمد ولي کرزي د وژلو مسوولیت قبول کړی او دا یې د ځان لپاره یوه لویه لاس ته راوړنه بللې ده .
XS
SM
MD
LG