د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام د حالاتو په ایران او ترکي اثرات


د شام ولسمشر بشر ال اسد د ایران ولسمشر احمدي نژاد سره
د شام ولسمشر بشر ال اسد د ایران ولسمشر احمدي نژاد سره
منور شاه

دي ډپلومېټ مجلې خپله یوه مقاله کې لیکلي دي، د شام ناارامۍ د ایران او ترکي تعلقات په نوي پړاؤ ودرولي دي، چې پکې ترکي واضحه برتري لري او ایران به د سختو فېصلو سره مخامخ کړي.

دي ډپلومېټ مجلې په دې مقاله کې راغلي دي، په شام کې روانې ناارامۍ د یوشمېر نورو هیوادونو په څیر ایران او ترکي هم دډیر سفارتي کشمکش سره مخ کړي دي. یو خوا ته ایران د شام صدر بشار ال اسد ته د واکمنۍ ټینګولو لپاره سفارتي او پوځي مرستې ورکوي. اوایراني رسنۍ د شام حکومت مخالفه مظاهرینو ته ترهه ګر وايي.

بلخوا ترکي چې ددې نه وړاندې یې د بشارالاسد سره ښه تعلقات وو په موجوده وخت کې دنوموړي لخوا د مظاهرینو پرضد پورته کړې شوي دټولو ګامونو غندنه هم کوي، او د هغه نه په شام کې د سیاسي اصلا حاتو غوښتنه کوي.


مجله لیکي د شام په حواله د ایران او ترکي متضاد نظرونه په داسې حال کې راوړاندې شو، چې ددواړوهیوادونو تعلقات، په خاص توګه په اقتصادي برخه کې ډیر ښه دي. ایران ترکي ته آرزان تیل ورکوي او ترکي هم دایران په ایټمي مامله کې باوري ملګرې پاتې شوې په خاص توګه په دې ورستیو کې برازیل او ترکي د ایران د اېټمي پروګرام په حواله خبرو اترو کې مینځګړتوب هم کړې دې.
مجله وړاندې لیکي، ایران شیعه او ترکي سني اکثریتي هیواد دې، او په سیمه کې د روانو شخړو په ترڅ کې دواړه هیوادونه بیلا بیل قامي ګټې په پام کې لري، خو ایران د شام په اړه د ترکي موجوده تګلاره باندې نیوکې کوي.

او د ایراني خارجه چارو د یو چارواکي په وینا دا به ترکي ته هیڅ ګټه ونه رسوي. بلخوا د بشر ال اسد د مرستې لوجې به امریکا او نېټو غواړي چې ترکي د ایران سره خپلو تعلقاتو ختمولو باندې غور وکړي.

دایران اوترکي تعلقات خرابیدل به ایران ډیر اغیزمن کړي ځکه چې ایران لا دوړاندې ډیرکم دوست هیوادونه لري.

مجله لیکي د ایران لپاره ددې نه هم خراب حالت به دا وي، چې ترکي او اسراییل خپل تعلقاتو ته وده ورکړي. بله دا چې د ترکي وزیر اعظم طیب اردګان ډیر پویه سړې دې، او د ایران لوجې به غربي نړۍ سره تعلقات کله هم خراب نه کړي. او هم دغه وجه ده چې په بشرلاسد باندې به د سیاسي اصلاحاتو کولو لپاره فشار جاري ساتي.

دي ډپلومېټ مجله په آخر کې لیکي په شام کې دروانو حالاتوپه ترڅ کې به ایران ددغه هېواد سره د خپلو تعلقاتو په لړ کې ډیر زر د سختو فېصلو سره مخامخ شي چې د ایران مستقبل او په سیمه کې دهغه حثیت به واضحه کړي.
XS
SM
MD
LG