د لاسرسي ځای

تازه خبر

کندهار :اوروژونکي لږ او پېښې ډېرې


Afghanistan - The fire fighter's team is prepared to help the passengers who would like to participate in Mela-e-Gule Sorkh with any fire cases in Baghlan - Mazar-e-Sharif highway, Balkh province, 18Mar2011
Afghanistan - The fire fighter's team is prepared to help the passengers who would like to participate in Mela-e-Gule Sorkh with any fire cases in Baghlan - Mazar-e-Sharif highway, Balkh province, 18Mar2011


شاه سقیم کندهار

کندهار د افغانستان يو له هغو ولايتونو څخه دی چې د نا امنيوزیاتې پېښې پکې ترسره کېږي. په دغه ولايت کې وخت ناوخته د بمي چاودونو او ځانمرګيو بريدونو له امله دوکانونه او کورونه اور اخلي خو د ښآر اوسېدونکي وايي چې د اور وژني عمله نه شي کولاى لګېدلى اور په وخت ووژني ځکه خو لګېدلى اور هم زيات ځاني او مالي زيانونه اړوي.

د کندهار ښار څو تنه اوسېدونکي وايي چې ډېر ځله يې د اور لګېدنې پر مهال اوروژونکې ډلې ( اطفايې) ته خبر ورکړى دى خو هغوى پر وخت د پېښې ځاى ته نه دي رسېدلي او لګيدلى اور زيات زيانونه اوړولي دي.

د کندهار اوسېدونکی عبدالصمد وايي د ښار اوروژونکې ډلې رياست ډېر کمزورى دى ځکه چې دوى خپل تجهيزات بشپړ نه لري، که چېرې يو ځاى اور ولګېږي نو دوى بايد پر وخت ورسېږي خو دا چې د دوى تجهيزات کمزوري دي دوى نه شي کولاى پر وخت هلته ورسېږي. مونږ وينو چې هر ځاى اور ولګېږي که څه هم د اوروژونکې ډلې کارکوونکي هلته وي هم د نه امکاناتو له امله اور زيات زيان اړوي


یو بل تن نور احمد وايي ، په ښار کې د اوروژونکې ډلې کار د نیشت برابر دی ، ډېرې داسې پېښې شوې دي چې دوی یې ته سخت ضرورت وي خو هغوی پر وخت نه دي رسېدلي.
خو د کندهار يو بل اوسېدونکى نورآغا وايي چې د اور وژنې عملې په نه امکاناتو بيا هم ډېر کارونه کړي،” د اوروژونکې ډلې کارکوونکي خپلې وظيفې پر وخت ترسره کوي او موږ ورڅخه خوشحاله يو٬٬

د کندهار د اوروژونکې ادارې مشر سمونوال مبارک شاه وايي چې په روان کال کې يې تر اوسه پورې د اورژنو پېنځه دېرشو پېښو ته ځان رسولى او اور يې وژلى دى. خو دا چې په کندهار کې د اورلګېدنې پېښې زياتې او د دوى امکانات کم دي نو له ستونزو سره مخ وي.

٬٬ مونږ تر اوسه پورې اته فعال موټر لرو خو د اوبو ټآنکر نه لرو د پېښې پر وخت مو اوبه ختمې شي نو بيا حيران يو چې اوس اوبه له کومه کړو. مونږ ته بايد درې دانې غټ ټانکرونه چې دېرش څلوېښت زره لېټره اوبه ځاى کړي راکړل شي چې د اور وژنې پر مهال راسره وي٬٬

د مبارک شاه په خبره دا مهال د دوى اداره يوازې پېنځه ويشت تنه کارکوونکي لري چې دولس يې سرتېري او پاتې نور يې ساتمنان دي خو د اور د وقايې په څانګه کې چې تر ټولو مهمه ده هيڅ کار کوونکى نه لري. د ده په خبره د اور لګېدنې زياتې پېښې د کندهار ښار د اوسېدونکيو د نه همکارۍ او نه پاملرنې له امله هم کېږي چې دوى ته يې زياتې ستونزې جوړې کړې دي.

خلک له مونږ سره همکاري نه کوي، په دوکان کې يو ځاى ګاز خرڅوي ، په څنګ کې يې په سټوپ باندې چاى باندې کړى وي. په خوا کې يې ورکشاپ يا د تېلو خرڅوونکى وي ، د اور لګېدنې پر مهال کېداى شي پر مونږ د ګاز ډبه را وچوي. دا چې اوس ګرمي زياته ده بايد تېل په داسې ځاى کې وساتل شي چې هغوى ته د لمر ګرمي ونه رسېږي ځکه تېل په خپله يو ډول ګاز دى او په اسانۍ سره اور اخلي٬٬

د کندهار د اوروژونې ادارې د چارواکو په خبره په تېر کال کې يې په کندهار ښآر او نورو سيمو کې د اور لګېدنې دوه سوه نهه شپېته پېښې قابو کړي دي چې يو سل او دوه پکې د ګازو، تېلو او کيمياوي مواد او پاتې نور يې د عامو توکيو د اور اخيستنې له امله شوې دي.
XS
SM
MD
LG