د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د سیلاونو د مخنیوي پلان نه لري



ژباړه: فرخنده وزیر

د پاکستان ورځپاڼې دې نیوز یوه اداریه لیکي، باید د پاکستان حکومت د نن نه د ممکنه سیلابونو د راتلو مخه ونیسي، او د دغې لپاره پوره بندوبست وکړي، ځکه چې دغه کار سبا ورځ ته پاتې کول به ډیر نقصان وکړي.


پاکستاني ورځپاڼه دې نیوز لیکي، سږ کال په پاکستان کې د سیلابونو د مخنیوي لپاره هغسې ګامونه تر دې دمه نه پورته شوې، څنګ چې پکار وو، او زیاتوي ددې داسې مالومیږي، چې د پاکستان حکومت د تیر کال د سیلابونو نه څه زده کړه نه ده تر لاسه کړي.

اداریه واېي، د خیبر پښتونخوا، سیند، پنجاب او د بلوچستان حکومتونو دا پلان نه دې جوړ کړی ، چې سږ کال به د پشکال په بارانونو کې دوي خلک د ممکنه سیلبونو څنګ بچ کوي ، او دا هم لا نه ده مالومه ، چې دغه ممکنه سیلابونه به په هغه ځایونو راځي، کوم چې تیر کال متاثره شوی وو او که نه.

ورځپاڼه لیکې د تیر کال د سیلابونو متاثره خلک خپل مخکني ژوند ته لا نه دي راغلي، او د دوي د تاوانونو په پوره کولو کې کیدای شي کالونه ولګي.

که څه هم سږ کال د هغسې سیلابونو خطر نه دې، څنګ چې تیر کال ولیدل شول، خو سږ کال به هم په پوځ زیات کار راځي، چې خلک محفوظو ځایونو ته ورسۍ، او زیاتوي، د پاکستان پوځ په ډیرو ځایونو کې په مختلفو کارونو کې بوخت دې ، او دومره وسایل هم نه لري، د سیلاب زپلو پوره پوره مرستې وکړي.

ورځپاڼه دا هم لیکي، سږ کال کیدای شي، نړیواله ټولنه هم د دوي سره دومره مالي مرستې ونه کړي، څنګ چې وړاندې شوې وې، او کیدای شي، نړۍ د پاکستان غوښتنې هم سر ته پوره ونه رسۍ.

ورځپاڼه د سیند صوبې د مختلفو برخو په اړه لیکي ، تیر کال سیلابونو د دغه صوبې ۱۶ ضلې متاثره کړې وې، او سږ کال په یو شمیر برخو کې هغه الات هم کار نه کوي، چې د قدرتي افتونو د وړاندې نه خبر داری ورکوي.

دې نیوز لیکي، په نړۍ کې د موسمونو په بدلون سره باید پاکستان هم خپله تګلاره جوړه کړی وې، او دا ېی مالومه کړی وې، چې څنګه به د قدرتی افتونو مخه نیسي، او زیاتوی باید ددې لپاره د مخکې نه کار وشي، او دا د سیاسي مسلو ښکار نشي.

د سیند په اړه اداریه لیکي، سږ کال د دغه صوبې ټټه سیمه کیدای شي، تر ټولو زیاته د سیلابونو متاثره شي، او ددغه سیمې چارواکي باید د نن نه کار پیل کړي، ځکه چې کیدای شي، سبا ډیر ناوخته وي.
XS
SM
MD
LG