د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان ځواکونو ته دمسولیت سپارلو بهیر ژر پیلیږي


ډاکټر اشرف غني احمدزې
ډاکټر اشرف غني احمدزې
له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د مسووليتونو دلېږد مسوول ډاکټر اشرف غني احمدزى وايي، چې پلانونه يې نهايي شوي او اټکل کېږي ،چې دغه پروسه به دوه اونۍ وروسته پيل شي.

ډاکټر اشرف غني احمدزې تيره ورځ په يوه خبري ناسته کې وويل،چې د لېږد د پروسې لومړى پړاو به، د جولاى په۱۴مه، په اوو ولايتونو کې په يو وخت پيلېږي او دجولاى په ۲۱ مه به پاى مومي.

د ډاكټر اشرف غني په خبره كه د هېواد دښمنان وغواړي چې مخه يې ونيسي بيا به هم دا پروسه پرمخ ځي او په پاى كې به بريالۍ كيږي، د انتقال پروسه چې هر ډول كيږي، تر سره كيږي به او زموږ دښمنان دې په دې پوه شي چې دوې دا توان نلري چې زموږ ملي ارادې بدلې كړي٬٬

د پوځي او سياسي چارو كارپوهان كه څه هم د دې لړۍ پيل د افغانستان او ګاونډيو په ګټه بولي او وايي چې په دې سره به د ګاونډيو انديښنې هم راكمې شي، خو ټينګار كوي، چې افغان ملي پوځ بايد ښه سنبال او وروزل شي.

د ډاكټر نجيب الله د وخت د افغانستان د دفاع وزير جنرال شهنواز تڼى وايي چې دا لړۍ به د ګاونډيو انديښنې راكمې كړي، خو ترڅنګ يې بايد ملي وسله وال پوځ غښتلى شي ،په افغانستان كې د بهرنيو ځواكونو له دايمي شتون سره افغانان او هم ګاونډي ښه نظر نه لري، خو دا چې د افغان پوځ وروزل شي او مجهز شي او دوى په تدريجي ډول ووځي نو دا به په ګټه وي٬٬

د پوځي چارو يو بل كارپوه جنرال عبدالواحد طاقت بيا وايي چې دا پروسه ښه ده، خو هغه وخت چې افغان پوځ جنګي طيارې، توپې او ټانكونه ولري او دوى تر دوه زره څوارلس كال پورې په ملي روحيه او انګيزه وروزل شي او درې كاله هم كافي وخت دى چې دا كار وشي، نو ممكنه ده چې دا لړۍ بريالۍ شي، خو له دې پرته د بهرنيانو بهانې جوړول دي.

نوموړى زياتوي ، كه افغان ځواكونه طيارې، وسايل او ټول تجهيزات ولري، نو دا ښه كار دى او په دې سره به ملي ستراتيژي جوړه شي او د نړيوالې ټولنې سره به همغږي شي، نو په كرار كرار به افغان ځواكونه د دې وړتيا ولري، چې د ټول هېواد دفاع په خپله وكړي.٬٬

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د وياند مرستيال محمداصف وايي چې دوى تيارى لري، چې له ټاكل شويو سيمو امنيت په خپله غاړه واخلي، خو د بهرنيو ځواكونو د هوايي ځواك اړتيا به وي.

نوموړى زياتوي ، اصلي موضوع داده، چې افغان ځواكونه بايد د ټاكل شويو سيمو كامل امنيت مسووليت پر غاړه واخلي خو بهرني ځواكونه به حمايوي رول ولري.٬٬

د يادونې ده هغه ولايتونه او سيمې ،چې امنيت يي افغان ځواكونوته سپارل كيږي د باميان اوپنجشير ولايتونه، له سروبي ولسوالۍ پرته ټول كابل،د هلمند مركز لښكرگاه ښار،دلغمان مركز مهترلام او د بلخ مركز مزارشريف ښارڅخه عبارت،چې امنيت يي رسماً افغان ځواكونو ته سپارل كيږي.
XS
SM
MD
LG