د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ په شمالي وزیرستان کې له عملیاتو ډډه وکړه


بشير ګواښ مشال ریډیو

د پاکستان پوځ وايي په شمالي وزيرستان کې عمليات نه شي کولی. پاکستاني پوځ خپل دا دريځ له هغه وروسته يو ځل بيا تکرار کړ چې په افغانستان کې يو امريکايي جنرال ويلي وو چې هيله من دی پاکستان به په شمالي وزيرستان کې عمليات وکړي.

د پاکستان پوځ يو ځل بيا ويلي چې په نورو ځايونو کې يې د پوځ د بوختياوو له امله نه شي کولی په شمالي وزيرستان کې د حقاني ډلې خلاف عمليات وکړي.

په افغانستان کې د امريکايي پوځيانو نوي ټاکل شوي قوماندان ليفټينينټ جنرل جان ايلن ويلي وو چې هيله لري پاکستان به په شمالي وزيرستان کې د القاعده ډلې سره تړلي د حقانې شبکې خلاف پوځي عمليات وکړي.

د پاکستاني پوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس مشال ريډيو ته وويل چې امريکا دې د دوی مجبوريانو ته وګوري او پوځ دې يې په يو بل جنګ کې نه ښکيلوي.

هغه وويل، زموږ انديښنې هم بايد په نظر کې ونيول شي. زموږ چې څومره تحفظات دي او څومره چې موږ کولی شو. زموږ پوځ په دريوو قبايلي ايجنسو کې په پوځي عملياتو اخته دی. له دې علاوه موږ په قبايلي سيمو کې د بيارغونې، بيرته ستنيدنې، د بيا پخلاينې او د ثبات په قايمولو بوخت يو. دا خبره دې په نظر کې وساتل شي چې په دې کې زموږ څومره وسايل استعمال شوي دي. مخکې تر دې چې موږ کوم بل ځای ته ټيل وهل شو، بايد دا ټولې خبرې په نظر کې وساتل شي. ٬٬

د يادونې وړ ده چې امريکا له ډيره وخته راهيسې له پاکستانه غواړي چې په شمالي وزيرستان کې دې د ميشته اورپکو ډلو پر ضد عمليات وکړي. د رپورټونو ترمخه دغلته موجودې ډلې په افغانستان کې په بهرنيو او افغان ځواکونو د بريدونو تياری کوي.

بل خوا ته د فاينينشل ټايمز ورځپاڼې د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار له خولي ليکلي چې په بلوچستان کې شمسي هوايي ميدان د امريکايانو پر مخ تړل شوی دی. نوموړي ورځپاڼې ته ويلي چې که له دغه ميدانه له دې وروسته کوم جاز اوچتيږي هغه به پاکستاني جهازونه وي نه امريکايي.
په دې اړه د امريکايي چارواکو نظر نه دی رابرسيره شوی او مشال ريډيو د پرله پسې کوششونو باوجود د پاکستان د دفاع وزارت د نظر په اخيستلو ونه توانيده.

رايټرز خبري ايجنسي ليکي چې د يادولو ده چې په دې وروستيوو کې د امريکا د جاسوسي ادارې ( سي، آی اې) د يو کارکوونکي ريمنډ ډيويس له خوا د دوو پاکستانيانو د قتلولو او د امريکايانو له خوا په ايبټ اباد کې د اسامه له وژنې وروسته د پاکستان او امريکا ترمنځ اړيکې خرابې شوي.
XS
SM
MD
LG