د لاسرسي ځای

تازه خبر

نسلي مشرانو د کرزي خلاف اتحاد جوړ کړ



د افغانستان هغو جنګ سالارانو چې په کال دوه زره يو کې يې د طالبانو د حکومت په نسکوره کولو کې د امريکا مرسته کړی وه، د افغان ولسمشر حامد کرزی پر ضد يو سياسی اتحاد جوړکړی دی.

د امریکا وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه وايې افغانستان چې پخوا د کورنۍ جګړي پر وخت په نسلي ډلو کې ويشل شوی وو دا اتحاد يې د بيرته را ژوندي کيدو څرګندویې کوي .

ورځپاڼه وايي چې د افغان ولسمشر حامد کرزي خلاف اتحاد ازبک ، هزاره، او تاجک مشرانو جوړ کړی دی.

محمد محقق، د احمد شاه مسعود ورور احمد ضيا او عبدالرشيد دوستم ددې اتحاد مشران دي.

دوی انديښنه لري چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتو وروسته به ښایې حامد کرزی د نور ځواکمن کيدو کوشش وکړي.

ورځپاڼه د هزارګانو د مشر محمد محقق له خولې وايي، چې دوی نړيواله ټولنه او حامد کرزی خبرول غواړي ، افغانستان چې پر کوم لور وړل کيږي دوی ورسره اتفاق نه لري.

دي وال سټريټ ژورنال زياتوي چې اتحاد په داسي وخت کې جوړ شوی چې تيره هفته یوه خصوصی عدالت د ټول پارليمان پنځويشت فيصده غړي نا اهله و ګرزول.

دې فيصلې هغه غړي کمزوري کړل چې پارليمان د حامد کرزی د واک د څارلو لپاره د نګراني ادارې په توګه د استعمالولو کوشش کوي.

محمد محقق چې نا اهله ګرزول شوی دی ورځپاڼي ته ويلي چې له نسلي ډلو سره تعلق لرونکي زياتره مشران له حکومته د باندي ساتل شوي دي.

د پارليماني غړو نا اهلي ته په اشاره سره نوموړی وايې وګوری حامد کرزی څنګه پارليمان له مينځه وړل غواړي ځکه چې پارليمان دده ملګرتيا نه کوي.

خو ورځپاڼه د ولسمشر حامد کرزی د ویاند وحید عمر له خولې ليکي چې د غړو نا اهل کيدنه د ولسمشر په ګټه نه ده خو بيا هم دا عمل په هیواد کې د جمهوريت د موجودګي څرګندويي کوي.

ښاغلی وحيد عمر د نوي سیاسي اتحاد د جوړيدو هرکلی هم وکړی.

دي وال سټريټ ژورنال وايي چې په سياسي اتحاد کې شاملو درې واړو مشرانو د ۲۰۰۹م کال د ولسمشری په ټاکنو کې د حامد کرزي حمایت کړی وو.خو اوس دوی وايي چې د انتخاباتو وروسته حامد کرزي له دوی سره وفاداری و نکړه.د دوی په وينا ولسمشر په پارليمان کې د خپلو حمايتی غړو پر ضد ګامونه واخیستل او له طالبانو سره د خبرو اترو هڅه کوي.

احمد ضيا چې د حامد کرزی په لومړۍ دوره کې مرستیال ولسمشر وو ورځپاڼي ته ويلي چې له طالبانو سره خبري اتري هم ددوی د اتحاد د جوړیدو سبب ګرزيدلی دی.

دي وال سټريټ ژورنال ددې سياسي اتحاد د پائښت په اړه د کارپوهانو له خولې وايې چې دا به په خپل مینځی جګړو اخته شي.

په کابل کې د سیاسي چارو کارپوه هارون مير ورځپاڼي ته ويلي چې کله هم دوی اتحاد جوړ کړي، هغه ځکه ډير کمزوری وي چې هر مشر د خپل قوم لپاره جګړه کوي.
XS
SM
MD
LG