د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د حقاني ډلې خلاف عملیات نه کوي



ژباړه: فرخنده وزیر

اې ایف پي خبرې ایجنسي لیکي، د امریکا پوځي مشرانو، امریکایي سینټرانو ته د افغانستان / پاکستان په اړه دا وویل، پاکستان راضي نه ښکاري ، چې د حقاني او نورو اورپکو ډلو خلاف په شمالي وزیرستان کې پوځي عملیات وکړي، او باید امریکا پاکستان ته د هغه مرستو ورکولو په اړه غور وکړي، چې دغه هیواد به یي د ترهګرو د ختمولو لپاره استمالوي .

اې ایف پي خبرې ایجنسي د یوه امریکایي پوځي مشر له خولې لیکي، د پاکستان مشران په دې اړه هیڅ څه نه وایي، چې دوي تیار دي، د حقاني اورپکې ډلې خلاف عملیات وکړي.

امریکا په پاکستان دا زور راوړي، چې دوی دې په شمالي وزیرستان کې په حقاني ډلې پسې لاړ شي، او د ماتې سره دې مخامخ کړي. د دغه ډلې په اړه امریکا وایي، په افغانستان کې د میشت نړیوالو ځواکونو پر ضد عملیات کوي.

امریکایي چارواکی دا هم وایي، دوي داسې فکر نه کوي، اسلام اباد به د حقاني ډلې خلاف خپله پالیسي بدله کړي، او زیاتوی، پاکستان د دغه ترهګر ډلې خلاف د څه ګام پورته کولو لپاره رضا نه ښکاری. د امریکا یو پوځی مشر ولیم میکراون وايي، دې داسې فکر نه کوي، چې پاکستان به د حقاني ډلې په اړه خپله تګلاره کې بدلون راولي.

امریکایی پوځ د می په دویمه نیټه د القاعده مشر اوسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه، چې مشري یي میکراون کوله. امریکایي سینټرانو ته په یوه وینا کې میکراون دا هم وویل، د حقاني ډلې خلاف پر مخکې تلو کې پاکستان ځینې مسلې لري.

میکراون چې د امریکا ولسمشر باراک اوباما د امریکا د ځانګړو عملیاتو مشر نومولی دې، وایي ، د دوی لپاره ګرانه ده ، د پاکستان شمال غربي قبایلي سیمې په کنټرول کې وساتي.

جنرل جان الن چې په افغانستان کې به په راروان نزدې وخت کې د نړیوالو ځواکونو مشري کوي ، واېي، پاکستان حقانی ډلې ته دا اجازت ورکړی ، چې د پاک افغان پر پوله خپل عملیات جاري وساتي. د امریکا د سینټ د پوځي خدمتونو کمیټۍ ته د وینا پر وخت جنرل جان دا هم وویل، دوي په پاکستان دا زور راوړي، چې د ترهګرو د پټن ځایونو د ختمولو لپاره کار وکړي.

د پوځي مشرانو د خبرو اوریدو وروستو سینیټر کارل ليون وویل، د اسلام اباد دا رویه د قبلیدو وړ نه ده، او زیاته یی کړه، که دوي د پاکستان سره مرستې کوي ، نو پکار ده ، له دغې وروستو څه بدلون هم راشي .

اې ایف پی لیکي ، سینیټر ليون دا خبرې په داسې وخت کوي، چې د امریکا د کانګرس ځینې غړي غوښتنه کوي، د پاکستان نه د اربونو ډالره مرستې واپس واخلي، ځکه چې دغه هیواد ترهګر ډلو ته پټن ځایونه ورکوي.

یو بل سینیټر لینډسې ګراهم وایي، دا وخت دې، چې پاکستان د افغان وسلوالو طالبانو په مشر ملا عمر چاپه ووهي، او زیاتوي، د امریکا پوځ دا یقین لري، چې ملا عمر په پاکستان کې دې ، او د پاکستان د پوځ نه یي غوښتنه کړې، هغه پیدا کړي.

جنرل جان ایلن امریکایي سینیټرانو دا هم وویل، په افغانستان کې چې د امریکاېي پوځ خلاف کوم بمونه استمالیږي، هغه په پاکستان کې جوړیږي، او زیاتوي، دوي اسلام اباد ته ثبوتونه هم ورکړي ، چې دغه بمونه د دوي په هیواد کې په کوم ځای کې جوړیږي.
XS
SM
MD
LG