د لاسرسي ځای

تازه خبر

د قذافي د نیولو پر امر نړیوال غبرګون



په هېګ کي نړيوال جنايي عدالت د ليبيايي مشر معمر قذافي د نيولو حکم ورکړی او نوموړی يې تورن کړی چي پر عام ولس يې د بريد کولو حکم ورکړی او د فبروري د مياشتي راهيسي يې د ياغيانو د پاڅون د کرارولو په ترڅ کي د انسانيت ضد ګامونه پورته کړي دي.

د هالېنډ په هېګ ښار کي جج سانجي موناګينګ د قذافي، د هغه د زوی سېف الاسلام او د هغه د استخباراتو د مشر د نيولو اعلان وکړی.

((معمر قذافي، له خپلو څو ملګرو سره په ګډه چي خپل زوی سېف الاسلام هم پکي شامل دی، د حکومت مخالف ولسي مظاهرچيانو په ضد د وېرولو او ټکولو پلان جوړ او عملي کړی)).

نوموړي زياته کړه چي د استخباراتو پرمشر عبدالله السينوسي د اپوزيشن د غړو د ځورولو او وژلو تورونه دي. دې وويل چي درې واړه تورن کسان دي ژر تر ژره ونيول شي چي دا ډول د نوري تباهۍ مخنيوی وکړل شي.

د دې اعلان په غبرګون کي د ليبيا د ياغيانو د عبوري قامي شورا مشر مصطفا ابي الجليل په بن غازي کي خبري غونډي ته د وينا کولو پر مهال وويل.

((د نړيوال جنايي عدالت لخوا نننۍ پرېکړه ښيي چي د قذافي د ژغورلو او له ده سره د خبرو اترو وړانديز او هلي ځلي بې مانا شوې))

د نړيوال جنايي عدالت لخوا تر دې اعلان وروسته د ياغيانو لخوا خوشالۍ او جشنونه ونمانځل شول.

بلخوا د عدالت د فيصلې تر راتلو وړندي د جون پر شپږويشتمه نېټه د ليبيا د حکومت وياند موسا ابراهيم وويل چي طرابلس د عدالت فيصله نه مني.

د بريتانيې د بهرنيو چارو وزير ويليم هېګ هم يو له هغو خارجي مشرانو څخه و چي د عدالت د دې فيصلې هرکلی يې وکړی او وې ويل چي له دې څخه دا څرګنديږي چي قذافي اوس حاکميت له لاسه ورکړی دی او بايد ژر تر ژره واک پريږدي.

د ناټو مشر ايندرس فوغ راسموسن عدالتي فيصله ستايلې او ويلي يې دي چي په دې سره د ناټو د عملياتو هدف ته نور قوت رسېدلی دی.

په واشنګټن کي د بهرنيو چارو وياندي وکټوريا نولانډ هم دِه شان ځرګندوني وکړې.

((زموږ نظر دا دی چي د امنيتي ځواکونو لخوا عمليات او د قذافي په اړه عدالتي فيصله په ليبيا کي روانه ترينګلتيا په ګوته کوي چي موږ يې شاهدان يو او ايتلافي ځواکونه يې مخنيوی کوي. د داډول جنايتونو او د حالاتو د ترينګلتيا له کبله د انصاف او احتساب ضرورت په بشپړه توګه ښکاره دی))

نوموړي زياته کړه چي دا فيصله قذافي ته اشاره ورکوي چي اوس بايد واک پريږدي.
XS
SM
MD
LG