د لاسرسي ځای

تازه خبر

ایم کیو ایم له واکمن پیپلزګوند نه بیل شو



په پاکستان کې د پیبلز ګوند په مشری د اتحادي حکومت یو ملګری ګوند متحده قومي موومنټ له حکومته د بېلېدو اعلان وکړ.

بېګا ماښام ایم کیو ایم پر پیپلز ګوند د امرانه او وژونکي ذهنیت لرلو تورولګاوه . د ایم کیو ایم له تګ سره پیپلز ګوند په پارلېمان کې یواځې ۲۰۷ څوکۍ لري او په دې ډول اوس دې ته اړ دی چې بل کوم ګوند له ځانه سره ملګری کړي .

دا دویم ځل دی چې ایم کیو ایم حکومت پریښی دی، تر دې مخکې دې ګوند په جنورۍ کې حکومت پرېښود او بیا د یوې اوونۍ دننه یې بیرته برخه شو.

د ایم کیو ایم یوه مرکزي مشر فاروق ستار تېر ماښام د خبري غونډې پر مهال وویل دا ځل به د دوی د ګوند لخوا د سیند صوبې ګورنر عشرت العباد هم له خپلې دندې استعفا ورکړي. تر دې ورسته عشرت العباد هم استعفا ورکړې ده.او په مرکز او سیند صوبه کې ټول وزیران به یې هم استعفا ورکوي.هغه وویل پیپلز ګوند څو ځلې له موږ سره کړې ژمنې او وعدې ماتې کړي دي.

خو واکمن پیپلز ګوند وايي دوی به هڅه کوي چې ایم کیو ایم بیرته پخلا کړي.د ولسمشرآصف علي ویاند فرحت الله بابر د سیند له ګورنر عشرت العباد څخه په خبله پرېکړه له سره د غور کولو خواست کړی دی.

خو دا ځل داسې ښکاري چې ایم کیو ایم کېدای شي په حکومت بیرته ګډ نشي.د سیاسي چارو کاپوه توصیف احمد خان له مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل د بیرته ورګډېدو امکان ځکه کم دی چې د ایم کیو ایم دریځ دا ځل ډېر بدل ښکاري .د دوی د سیند ګورنر او بیا په صوبايي او مرکزي سطح یې ټولو وزیرانو استفا ورکړېده.دا د حکومت لپاره ستونزې پیدا کولای شي.په تېره په کراچۍ کې لا وار دمخه امنیت خراب دی.او پر داسې موقع له حکومته وتل د ښار د امنیت لپاره نور تاوان هم رامنځ ته کولای شي.

توصیف احمد خان وايي ولسمشر آصف علي دا مهال په لندن کې دی او امکان لري چې هلته د ایم کیو ایم له مشر الطاف حسین سره وویني او په حکومت کې د بیرته ورګډېدو لپاره یې د پخلا کولو هڅې وکړي.

متحده قامي مومنټ په سیند صوبه کې ۵۱ او په مرکزي پارلمان کې ۲۱ غړي لري.دوی په سیند کې ۱۴ او په مرکزي کې درې وزارتونه لري.
XS
SM
MD
LG