د لاسرسي ځای

تازه خبر

افضل شوق یو لیکوال نه بلکه یو اداره وه




خبریال خدای نورناصر

دلیکوال او شاعرافضل شوق په یاد کي دا سیمینار دپښتوادبي غوځنګ له خواجوړ شوی، چي د ارواښاد په پلارني ټاټوبي زیارت کي وشو. په سیمینار کي دکوټي په شمول دبلوچستان له پښتون میشتوسیمواو کندهارڅخه لیکوالانواو شاعرانو ګډون وکړ. او داوراښاد شوق په ژونداو کار يې مقالې وړاندي کړې.

دافضل شوق دادبي خدمت په اړه لیکوال او شاعرپروفیسرمحمودایاز مشال ته وویل؛افضل شوق يوانسان نه ، بلکې يوه اداره وه. دهغه کار په څوټکيوکي یادول ډیرګران کار دی. ماخپله دپښتوادبي غورځنګ ددې سیمینارله لاري له حکومته غوښتنه وکړه چي دافضل شوق يوه مجسمه همدلته په زیارت کي جوړه شي؛
لیکوال اوشاعرډاکټرعبدالروف رفیقي ئي سره له دې چي شوق په نظم او نثردواړو کي ښه قلم درلود. خودده په وینا د ارواښاد افضل شوق ديوه يونلیکونکي په توګه له ټولوپښتنولیکوالانوڅخه بیل وو؛ ګران شوق يوداسي لیکوال وو چي په نثراو نظم کي ډیرروان قلم درلودئ. که څه هم افضل شوق شعري ټولګي هم چاپ کړي خو دهغه غټه پيژندګلوي دهغه سفرنامه نګاري ده؛



له کندهار څخه راغلي میلمه شاعرمحمدیار یار بیاافضل شوق نه يواځي دلراوبرپښتني وطن شوق وباله، بلکې دده په ویناافضل شوق دټولي نړی شوق وو..محمدیار یار له مشال سره د ارواښاد دکار په اړه زیاته کړه؛ ارواښاد شوق صیب يوله هغوهنرمندانوڅخه وو چي د يوډيرنوی فکر، انساني فکريې په ډيرښه هنري جامه کي وړاندي کړی دی. نوپه دې اساس شوق زموږ له هغوهنرمندانوڅخه دی چي موږ پرهغه ناز کولی شو؛

دارواښاد افضل شوق په یادکي ددې سیمینار وروسته بیاهم دشپې دامن په نامه يوه مشاعره وشوه. دپښټوادبي غورځنګ مشرمحمدصادق ژړک وائي افضل شوق په خپل وطن کي دامن يولوئي ارمان درلود. او دده همدې ارمان په یاد کي يې دامن په نامه مشاعره جوړه کړه.

دیادوني وړده چي ارواښاد افضل شوق د۲۰۱۰ میلادي کال دنومبرپه ۱۳ نېټه دزړه د دورې له کبله وفات شو. او په خپل پلارني ټاټوبي چوتیرزیارت کي خاوروته وسپارل شو.
XS
SM
MD
LG