د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امريکايي او افغان ځواکونو وسلې دطالبانو لاس ته لوېږي


ژباړه: بشير ګواښ


په امريکايي ويب سايټ ګلوبل پوسټ ډاټ کام کې په يو رپورټ کې راغلي چې ځينې هغه وسلې چې د امريکايي او افغان ځواکونو لپاره دي، د طالبانو او نورو اورپکو لاس ته لويږي.

ګلوبل پوسټ وايي چې د پاکستاني چارواکو په وينا ډيرې هغه وسلې چې بايد امريکايي او افغان ځواکونو ته ورسي، په پاکستان او افغانستان کې پټيږي او بيا د ياغي ډلو لاس ته ورځي.

دا وسلې يا خو له افغان ځواکونو د جګړې پر مهال نيول شوي او يا هم هغه امنيتي سرتيرو خرڅې کړي چې پوځ يا پوليس يې پريښي. ځينې وسلې داسې دي چې طالب وسله والو په افغانستان کې د ناټو ځواکونو ته د پاکستان له لارې پر سامانونو وړونکو ګاډو د بريدونو وروسته نيولي دي. دا وسلې په تور بازار کې په اسانۍ موندل کيدای شي.

د پاکستان د جاسوسي ادارو چارواکو ګلوبل پوسټ ته ويلي چې اکثره وخت د دغه ګادو ډريوران د طالبانو سره لاس لري او دې ګاډو ته له خالي کولو وروسته اور وراچوي. ګلوبل پوسټ د پاکستاني پوځ وياند میجر جنرل اطهر عباس له خولې ليکلي چې وسله وال طالبان پر دغه امريکايي وسلو د امريکايانو سره جګړه کوي.

ګلوبل پوسټ ته د پاکستان د ادم خيل درې د وسلو يو کاروبار کوونکي د نوم د نه ښودلو په شرط ويلي چې هغوی د وسلو د اخيستلو لپاره درې مياشتې وړاندې خپله غوښتنه د اړونده کسانو مخې ته ږدي ځکه چې دوی ته د وسلو رسيدل ډير وخت نيسي.

د رپورت ترمخه په دې وسلو کې د ايم فور مشين يا ټوپکې، د شپې ليدونکې دوربينونو، ليزر، بې غږه ټوپکونه، جيکټونه شامل دي چې د پاکستان د وسلو په بازارونو کې موندل کيدای شي. په ايم فور ټوپکو چې د شپې ليدونکي دوربينونه او د ډزو اواز خاموشونکی اوزار ولګول شي نو په ۱۲ زره ډالر خرڅيږي. همداراز هغه تمانچې چې د غږ خاموشوونکي اوزار پکې لګيدلي وي له ۸۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ ډالرو پورې خرڅيږي.

ويب سايټ د پاکستان د جاسوسي ادارو د چارواکو له خولې وايي چې د حقاني اورپکې ډله دا وسلې نيغ په نيغِه له افغان سوداګرو اخلي خو د طالبانو نورې وړې ډلې د وسلو له نورو کاروباريانو څخه په ډيره ارزانه بيه لاس ته راوړي.

د افغانستان د چارو کارپوه ، رحيم الله يوسفزي ګلوبل پوسټ ته ويلي چې پخوا به وسله والو په چينايي او روسي وسلو تکيه کوله خو اوس په پاکستان کې د امريکايي وسلو موجوديت د طالب جنګياليوو د جګړې وړتيا زياته کړي ده.
XS
SM
MD
LG