د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوات روح د رغېدو په حال کې


سوات: د ملاکنډ ډیويژن د ایلم غر، چې د پښتنو تر منځ ډېر مشهور دی. د ۲۰۰۳ز کال د جنروۍ لومړۍ نېټه
سوات: د ملاکنډ ډیويژن د ایلم غر، چې د پښتنو تر منځ ډېر مشهور دی. د ۲۰۰۳ز کال د جنروۍ لومړۍ نېټه
رپورټ: نیاز احمد خان، مشال راډیو، سوات

د خیبر پښتونخوا په سوات کې د امن تر ټینګښت وروسته، د سوات د روح یا Spirit of Swat په نوم د خوشالۍ غونډې پیلې شوې دي.

دا غونډې، مېلې به د جولای تر پینځه ویشتمې نېټې روانې وي. په دې اړه د ملاکنډ کمشنر فخر عالم یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د سوات د روح دا مېلې د ملګرو ملتونو د پرمختګ د ادارې په مالي مرسته کېږي. همداراز، د خیبر پښتونخوا د بیا ودانۍ اداره پارسا هم په دې ترځ کې ګامونه اخیستي دي، او په سوات کې ورسره د پاکستان پوځ هم په دې مېلو کې د مرستیال په توګه دنده تر سره کوي.

فخر عالم وویل، د دې غونډو پر مهال به د ځايي لوبو او موټرو سیالۍ کېږي، د موسیقۍ محفلونه به ترسره کېږي، کلتوري غونډې به وي، او نندارتونونه به جوړېږي.

د کمشنر په خبره، د دې هر څه موخه سیلګرۍ ته وده ورکول او يو ځل بیا د ولس ژوند عادي حالت ته راوستل دي.

د سوات د روح یا Spirit of Swat دې غونډو پرانیستنه په رسمي ډول، د روانې میاشتې له اتلسمې نېټې د سید شریف په یوه میدان، ګراسي ګراونډ، کې د موسیقۍ له یوه لویې پروګرامه وشوه چې په کې د سیمې د زرګونو خلکو په ګډون، د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر میا افتخار حسین، صوبايي وزیرانو او ځايي انتظامي او حکومتي چارواکو برخه واخیسته.
XS
SM
MD
LG