ژباړه: فرخنده وزیر
نیویارک ټایمز لیکي، په سعودي عرب کې په لومړې ځل یوې ښځې ګاډې وچلولو، چې له دې وروستو د نهه ورځو لپاره په جیل کې واچول شوه، او زیاتوي چې دهیلری کلنټن غوندې ښځې باید دې مسلې ته زیات پام واړوي.
په امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز کې ماورین داود د سعودي عرب په اړه لیکي ، دا هغه ملک دی، چې ښځې پکې موټر نشي چلولی، دوی له سړو سره یو ځای نشي کېنستلی چې د کورنۍ نزدي غړي نه وي ورسره ، ښځی به یو خاص لباس اچوي او په کې به د روایاتو خاص خیال ساتي.
لیکواله وایي، په سعودي عرب کې د میډیا ازادي نشته، نه پکې یو جمهوري حکومت شته، او نه سیاسي ګوندونه. تیر کال په دغه هیواد کې د څه نا څه ۱۲۱ کسانو نه په مختلفو جرمونو کې د نیولو وروستو سرونه غوڅ کړل شوي. یوازې د د دغه هیواد شاهي خاندان پولیسو ته دا اجازت ورکوي ، چې په لارو کوڅو کې ګرځي او د خلکو په وړاندې ښځې وهل کېږي.
په سعودی عرب کې باید د ښځو د ژوند په اړه هم خبرې وکړل شي، او د دې لپاره به د امریکا د بهرنیو چارو وزیره هیلري کلنټن ډیر کار کوي.
نو لیکواله وا یي، باید میرمن کلنټن د ۱۹۹۵ د چین په بیجنګ ښار کې خپلې هغه وینا ته لاړه شي، چې پکې یي دا ویلي وو، د ښځو حقونه، بشري حقونه دي. او د خپلې دغه وینا په اړه هغې دا ویلي وو، چې پر دې ډیر دباو هم وو، خو دې دا فیصله کړي وه، چې د ښځو په مسلو به خبري کوي، او زیاتوي ، ښځې په مختلفو ټولنیزو مسلو ، سیاسی او تجارتي مقصدونو کې ډیرې استعمال شولې.
او اوس چې کله په سعودی عرب کې ښځو فعالینو د ګاډو چلولو لپاره غږ پورته کړو، او غواړي په عربي نړۍ کې روان بدلون تر سعودی عرب وغزیږي ، نو له دې وروستو هیلري کلنټن ته دا احساس وشولو، چې په دې اړه غږ پورته کړي.
د میرمن کلنټن له دفتره په خپور شوي یو بیان کې وویل شول ، دوی د ښځو د ګاډو چلولو په اړه د سعودي عرب د بهرنیو چارو وزیر سره رابطه کړې.
لیکواله وایي، د تیرې نهې په ورځ میرمن کلنټن ته دا احساس وشو، چې باید دا پر دې خبره نوره هم یو قدم وړاندې لاړه شي. او له دې وروستو یې خبریالانو ته وویل، په سعودی کې چې ښځو کوم اواز اوچت کړی، دغه د ستاینی وړ خبره ده. او زیاته یې کړه، دا د امریکا خبره نه ده، دا د دغه ښځو د ژوند خبره ده.
لیکواله ماورین داود وایي، دې ته د سعودی عرب یو ازاد خیاله کس وویل، میرمن کلنټن باید د تیلو په مسله خبری ونکړي. هغه باید دې ته پام وکړي، سعودی عرب ته چې کومې خدمتګارې راځي، چې زیاتره د انډونیشیا نه وي، د کومو مسلو سره مخامخېږي. او زیاتوي، دوه ورځې وړاندې د انډونیشیا د یوې خدمتګارې نه په دې سر غوڅ کړل شو، چې پر هغې د خپل مالک د وژلو تور وو. او داسي د بهر ملکونو نه راغلي ډیر کارکونکي د مختلفو جرمونو له عمله دسر غوڅولو د سزا په انتظار دي.
د ۸۷ کلن شاه عبدالله مینه وال وایي، شاه په دغه هیواد کې په لومړي ځل د هلکانو او جینکو د ګډ تعلیم د یو پوهنتون جوړولو اجازت ورکړ ی،خو پر دې ډیر حیرانه شول، شاه عبدالله تر اوسه ښځو ته د ګاډي چلولو اجازت نه دی ورکړی. او دا هغه وجه ده، چې د کورنیو چارو وزیر شهزاده ناییف بن عبدالعزیز لومړۍ ښځه ډراییوره منال ال اشرف د ګاډي د چلولو په تور نهه ورځې جیل ته ولیږله.