د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلوچستان کلنۍ بجټ د احتجاجونو په مینځ کې وړاندې شو


دبلوچستان صوبايي اسمبلۍ د ۲۰۱۱م او ۲۰۱۲ م کال لپاره بجټ په داسې حال کې وړاندي کړ چې د اسمبلۍ مخې د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ او زدکونکو احتجاجونه روان وو.


دخزانې صوبايي وزیرمیرعاصم کردګیلو د۲۰۱۱، ۲۰۱۲ م کال لپاره د څه باندې یو کهرب ۶۴ ارب روپو بجټ وړاندې کړ چې د۶ ارب ۷۳ کروړه روپو خساره هم ورسره ده.

په بجټ کې دسرکاري ملازمینوپه تنخواګانو کي ۱۵ په سلوکي زیاتوالی شوی. په صوبه کې د تعلیم لپاره ۱۹ اربه او امنیت لپاره اا اربه روپۍ ځانګړې شوې.
عاصم کردګیلودبجټ په غونډه کي وویل، صوبايي حکومت د مړینې شمېر کمولو لپاره دوفاقي ادارې ایم این سي ایچ سره يوځاي کار کوي. او همدا راز صوبايي حکومت په صوبه کي دصحت د ادارو دښه کیدو او دبیافعالیدولپاره يې کار روان دی.٬٬

د ۲۰۱۱، ۲۰۱۲ م کال په دې بجټ کي ترقیاتي کارونو لپاره ۳۱ اربه ۳۶ کروړه روپۍ،او دغیرترقیاتي کارونو لپاره ۸ اربه روپۍ ځانګړې شوې. په دې کلني بجټ کي دبیروزګاري دختمولولپاره څه باندې ۶زره نويو نوکریواعلان وشو.

دبجټ ترغونډي وروسته مشروزیرمولاناعبدالواسع کاکړخبري رسنيوته وویل يوښه بجټ يې وړاندي کړی.دخبریالانوددې پوښتني په ځواب کي چي په صوبايي حکومت تور لګيږي، چي دتیرکال دبجټ ۷۰ فیصده حصه کرپشن خوړلې نو هغه وویل، موږ تراوسه داټول تحقیقات مکمل کړي نه دي ځکه چي زموږ ټولې محکمې لګیادي او دټولو سکیمونوپه اړه پوښتني کوي. نو ترهغه وخت پوري څوک داسي نشي ویلی چي دبجټ ۷۰ فیصده حصه دکرپشن ښکارشوه. تراوسه چاویلي دي چي همدومره کرپشن شوی.٬٬

دبلوچستان اسمبلۍ دکلني بجټ غونډه په داسي حال کي کيده چي داسمبلۍ مخي ته احتجاج روان وو.پښتونخواملي عوامي ګوند دبجلۍ دلوډشیډنګ په ضداو دنوي ټرانسمیشن لاین غوښتنه کوله .

سره له دې چي داسمبلۍ مخي ته دبجلۍ دکموالي چغي وهل کېدې، خودننه داسمبلۍ په غونډه کي په ټول بجټ کي دبجلۍکموالي یالوډشیډنګ هیڅ ذکر ونه شو.

د پښتونخوا مېپ یوه مشر مشرعبدالرحیم زیارتوال مشــــــــــال ته وویل؛ زموږ له ډیره وخته داغوښتنه وه چي د ږوب له لاري دي له ډیره اسماعیل خان څخه د۲۲۰ کلوواټه نوی ټرانسمیشن لاین منظور کړل شي. خوتراوسه دا منظور شوی نه دی، هم ځکه نن موږ په احتجاج يو؛
ددې ګونداحتجاج له هغه وروسته ختم شو، چي دبلوچستان وزیراعلی نواب اسلم رئيساني د اسمبلۍ په تالار کې اعلان وکړ، دهمدې نوي ټرانسمیشن لاین په لړکي به له وزیراعظم سره خبري کوي.

تردې احتجاج وروسته دښوونکيواتحاديې داسمبلۍ مخي ته احتجاج پيل کړ. چې دکوټي دکمشنرنسیم لهړي او صوبائي وزیرطاهرمحمودخان په دې باور ختم شو، چي ددوي دستونځودهوارولو ژمنه يې ورسره وکړه.
XS
SM
MD
LG