د لاسرسي ځای

تازه خبر

دالقاعدې هوډ، دپوځیانو وتل او پخلاینې خبرې


ژباړه:فرخنده وزیر

امریکایي ورځپاڼه نیویارک ټایمز لیکی، د امریکا ولسمشر باراک اوبامه غواړي، له افغانستانه دومره شمیر ځواکونه وباسي ، چی پاتې هغه یې په دغه هیواد کی ترهګرو ته هم ماتې ورکړي، او خپل مېشت ځواکونه هم محفوظه وساتي.

په نیو یارک ټایمز کی مارک لینډر او هیلنکاپر لیکي، د امریکا ولسمشر باراک اوباما انتظامیه دې فیصلې ته نژدې شوېده، چې څه رنګ او څومره زر له افغانستانه د خپل پوځ وتل پیل کړي.

امریکایي چارواکي وایي ، دوی القاعده ته د اوسامه بن لادن د وژنی سره ماتې ورکړې ، نو ځکه اوس غواړي د سیمی نه د پوځ په وېستلو په تیزۍ سره کار وکړي.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو د خولې دا هم لیکي، په پاکستان ډرون بریدونو او په دغه هیواد کی د القاعده د مشر وژلو سره یی دغه ترهګر ډله د کاره ویستلې ، چی په ډرون بریدونو کی یې د استخباراتي ادارو له مخي د القاعده څه نا څه ۳۰ مهم غړي وژلي دي.


القاعده ته ماتې ورکول د اوبامه انتظامیې یو مهم مقصد ښکاري ، چې د ددې لپاره افغانستان ته په تیر کال کی نور ۳۰ زره پوځیانو پر لیږلو راضي شول .

او په نزدو کی د امریکا پوځي چارواکي پر دې غور کوي ، چی د خپل پوځ د راویستلو لپاره داسې تګلاره خپله کړي، هغه کامیابۍ چې دوی د القاعده خلاف تر لاسه کړي ، قایمه وساتي، او په دغه هیواد کی د دوی په پوځي عملیاتو کی بوخت ځواکونه هم خوندي پاتې شي .

د امریکا پوځ دا پلان لري، چی په افغانستان کی د خپلو څه نا څه یو لک پوځ نه یو څو زره راباسي، خو دا لا نه ده مالومه چی دغه عمل به کله پیلیږي، او په لومړي پړاو کی به څومره ځواکونه وځي.

ورځپاڼه لیکي، دا خبره هم ډیره مهمه ده،چې اوباما انتظامیه یې په نظر کی وساتي ، چې د هغه ځایونو لپاره به په راتلونکیو کی څه تګلاره جوړیږي، چی د القاعده لپاره په دغه سیمو کی محفوظ ځایونه دي.

امریکایی چارواکي زیاتوی، په ټول جهان کی القاعده ته ماتې ورکولو لپاره به لا ډیر کار کول وي، چی د دوی په نظر په عرب جزیره نما کې د امریکا لپاره لوی خطر لري.

ورځپاڼه وایي، که څه هم امریکا د پاکستان په ایبټ اباد ښار کی د القاعده مشر د مۍ په دویمه نیټه وواژه او په دغه سیمه کې یې القاعده ته ماتې ورکړې. خو دغه ډلي ته د ماتې ورکولو لپاره لا هم ډیر څه کول دي ، چی د امریکایي چارواکو په نظر القاعده په یمن کې پر امریکا د بریدنو پلان جوړوي، چی یو مثال یې د ۲۰۰۹ کال د کرسمس په ورځ د امریکا ډیټرایټ ښار ته په یوې تلونکې الوتکې کې د بمي برید پلان جوړول وو، چې ناکامه کړل شو.
XS
SM
MD
LG