د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د سي آی اې مخبران ولې ونیول؟



په ټایم مجله کې د خبریال عمر وړایچ یوه لیکنه خپره شوې چې په کې نوموړي په دې موضوع بحث کړی دی چې ولې پاکستان هغه مخبران په نښه کړي دي چې د اسامه بن لادن د میندلو په عمل کې یې مرسته کړې وه.

لیکوال وايي د پاکستان د استخباراتي ادارې آی اېس آی مشر جنرال احمد شجاع پاشا د اسامه بن لادن تر میندنې او بیا وژنې وروسته د خبریالانو یوې محدودې ډلې ته وویل چې د پاکستان او امریکا ګټې چې یو ډول وي نو بیا به همکاري کېږي.


په دې مقاله کې لیکل شوي جنرال احمد شجاع پاشا وویل که چېرې داسې وبرېښي چې د امریکا ګټې د پاکستان د خپلو هغو ضد وي نو بیا دا بېله معامله ده. پاشا وايي خپلو امریکايي سیالانو ته یې وویل چې په داسې حال کې بیا د هغوی مرسته نشي کولای بلکې مزاحمت به یې کوي.

عمر وړایچ په خپله مقاله کې لیکي اوس داسې ښکاري چې پاشا خپله ژمنه پوره کوي. له پاکستانۍ پلازمېنې د دوه ساعتونو په واټن په پوځي ښار کې د اسامه بن لادن د میندل کېدو ملامتیا او بیا د امریکا له طرفه پخپله عملیات کول د شرم باعث ول نو تر دې وروسته ښکاري داسې چې آی اېس آی په هغو پاکستانیو پسې لاړه چې په دې ترځ کې یې کار کړی وو.

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په خبره، پینځه پاکستاني مخبران چې په کې د پوځ یو مېجر هم دی آی اېس آی نیولي دي. د ورځپاڼې په دې رپورټ کې راغلي چې دې کسانو د امریکا د استخباراتو له مرکزي ادارې سي آی اې سره په دې کې مرسته کړې وه چې د اسامه کور ته ورسېږي.

عمر وړایچ لیکي د پاکستان پوځ په غوسه له دې انکار کوي چې هغه مېجر چې د رپورټونو تر مخې یې د اسامه کور ته د تلونکیو ګاډو نمبرې مالومې کړې وې، نیول شوی دی. خو د پاکستان د پوځ یو چارواکی وايي چې شا و خوا ۳۰ یا ۴۰ داسې ملکي وګړي دي چې پوښتنې ترې شوې دي. چارواکی وايي په دوی کې ځېنې کسان د سه شنبې په ورځ خوشې کړل شوي دي.

په ټایم مجله کې لیکل شوي دا ګمان کېږي چې نیول شوی مېجر چې د طبابت له څانګې سره یې تړاو دی کېدای شي د اسامه له کور سره نېږدې اوسېده. ځکه چې هلته د یوه کور پر وره د دې د څښتن نوم مېجر عامر عزیز لیکل شوی وو او دا نوم بیا وروسته لرې کړل شوی هم دی.

په دې موضوع، په امریکا کې د ډېموکراسي د دفاع د یوې ادارې د دفاعي چارو کار پوه سېباستین ګورکا له مشال راډیو سره د خبرو پر مهال وویل د یاغي ډلو ساتل یوه ډېره عجبه خبره ده،((زه د پاکستان په ټیلي وېژن له پاکستانیو جنرالانو سره په بحث کې ناست وم، له متقاعده جنرالانو سره. دوی ویل چې داسې هیڅ مسله نشته چې پر خپله خاوره، د خپل جنګ لپاره نورې یاغي ډلې وساتل شي، استعمال کړل شي او برقراره وساتل شي. دا یو ډېره عجبه نظر دی د جنګ د کولو لپاره. ایا ته داسې تصور کولای شې چې د ناټو اتحاد یو هېواد لکه فرانسه، بېلجیم، برېتانیا یا امریکا پر خپله خاوره غیر منظمه، ناحکومتي، یاغي ځواکونه وساتي یواځې د دې لپاره چې کېدای شي دا هېواد له خپل یوه ګاونډي سره په جګړه کې کېوځي. دا د پوځي ستراتیژۍ د پوهې لار نه ده.))

سېباستین ګورکا وايي ښايي ځېنو کسانو په پاکستان کې د اسامه د ساتلو لپاره مرسته کړې وي، ((او زه فکر کوم چې دا کېدای شي یو لامل وي چې په دې پرېکړې اغېزمن شو چې ځېنو کسانو بیا د پاکستان پر خاورې بن لادن ته پنا ورکړه او و یې ساته.))

د دفاعي چارو کارپوه سېباستین ګورکا وايي دا هم ممکنه ده چې امریکا د ترهګرو د مالومولو لپاره هلته ځايي خلک ساتلي وي،((داسې ښکاري چې یو شمېر سرچینې د دې پخلی کوي چې د امریکا د استخباراتو ټولنې تر میاشتو هلته کسان لرل او شتمنۍ یې لرلې چې د بن لادن د کور څار یې کاوه نو کېدای شي د ځايي سرچینو هیڅ اړتیا نه وه او کېدای شي چې ضرورت یې هم وو.))

هلته په ټایم مجله کې د عمر وړایچ په لیکنه کې بیا ویل شوي د پاکستان دننه د مخبرانو پر ضد دا ګام ښايي هغه هڅه وي چې آی اېس آی د امریکا یو طرفي، او په پاکستان کې د سي آی اې د نه منلو وړ پراختیا پر ضد کړې ده.
XS
SM
MD
LG