د لاسرسي ځای

تازه خبر

په بلوچستان کې دلوډشیډنګ ضد د پښتونخوا مېپ احتجاج


دپښتونخواملي عوامي ګوندله خوادبلوچستان په پښتون میشتوسیموکي دبجلۍ دزیات لوډشیډنګ په ضددحتجاجي مهم اعلان شوی دی. ددې احتجاجي مهم اعلان وروسته له هغه شوی، چي دپاکستان وزیراعظم سیدیوسف رضاګیلاني دې صوبې ته د دورې پروخت دااعلان کړی و، چي په دې صوبه کي به ددبجلۍ دلوډشیډنګ په وخت کي په خاصه توګه کموالی کېږي.

دپښتونخواګوندددې صوبې صدرعثمان خان کاکړپه کوټه پریس کلب کي په خبري غونډه کي وویل؛لکه څنګه چي تاسوټولوته څرګنده ده چي ددې صوبې دپښتون میشوسیموداوسېدونکیو روزګار کرکرونده ده. دکوم لپاره چي اوبه اوبجلۍ بنیادي ضروریات دي. لاکن دتیروڅوکلونووچ کالۍاو اوسني دبجلۍ لوډشیدنګ ددې سیمودخلکو ذریعه معاش او کرکرونده هرڅه تباه کړ؛
دعثمان کاکړپه ویناددوي ګونداو ذمیندارانوتردې وړاندي هم دبجلۍ دلوډشیډنګ په ضداحتجاج کړی. خوددوي په ویناتراوسه يې نه هم صوبائي حکومت او نه هم مرکزي حکومت ددوي غوښتنه منلې دي. عثمان کاکړزیاتوي؛
نوځکه موږ دوفاقي اوصوبائي حکومتوپه ضدپه نهم جون یعني دجمعرات په ورځ په ټولو پښتون میشتوسیموکي لاریونونه کوو،او په یوولسم جون یعني دخالي په ورځ به بیاهم دکوټي په شمول په ټولوپښتون میشتوسیموکي پهيه جام هړتال وي؛
سره له دې چي په ټول بلوچستان کي له تیروڅوکلونوراهیسي دبجلۍ کموالی دی. نوڅه ډول کېدای شي چي ددې صوبې پښتون میشتي سیمي دبجلۍ له دې کموالي څخه خلاص شي. ددې پوښتني په ځواب کي دپښتونخواملي عوامي ګونديوه بل مشرعبدالرحیم زیارتوال مشــــــــــال ته داسي وویل؛ داستونځه داسي حل کېدای شي چي دږوب له لاري دې صوبې ته يو نوی ټرانسمیشن لاین له ډېره اسماعیل خان څخه ورکړل شي؛

که څه هم عبدالرحیم زیارتوال ددې ستونځي حل دږوب ډېره اسماعیل خان یو نوی ټرانسمیشن لاین وباله. خوڅه موده وړاندي دبجلۍ دڅانګي مشرشفیق خټک په يوه خبري غونډه کي وویل. دږوب ډېره اسماعیل خان ټرانسمیشن لاین ديوې تکنیکي ستونځي له کبله راوستلی نه شو. اوزیاته يې کړه په هیڅ صورت یادشوی ټرانمیشن لاین دې صوبې ته نشي ورکول کېدای.
XS
SM
MD
LG