د لاسرسي ځای

تازه خبر

واده په خپله که د کاله په خوښه؟


د برتانییا شهزاده ولیم هم له کېت ميدلټن سره د مینې واده کړی
د برتانییا شهزاده ولیم هم له کېت ميدلټن سره د مینې واده کړی

نیازموسی خیل،کوټه

د وخت او زمانې له رفتار سره له نورو څیزونو سره سره د واده طریقې،رواجونه او اندازونه هم بدل شو،خوپه سیمه کي اوس هم د واده څه طریقې هغه د پخوا په شان دي.د مثال په توګه اوس هم داسي خلک شته، چي واده په خپله خوښه کوي.

خو ډیری داسې انجونې اوس هم شته،چي هغوي یوازي د هوکي په شپه له خپلې کوزدنې خبرېږي،چې د ځینو په اند دا د یوې ننګیالې ا نجلۍ نخښه ده خو نور بیا دا د اخلاقي،اسلامي او انساني اصولو خلاف کار بولي.

د کوټې ښار یوه تعلیم یافته انجلۍ زرمینه اوس هم دا فکر کوي چي واده باید د مشرانو په خوښه وشي.د دې په فکر د واده کولو په وخت هلک او نجلۍ له عقله کم او له جوشه زیات کار اخلي،ځکه چي کله دوی په عملي ژوند کي قدم کېږدي ،نو بیا یو له بل سره لاس او ګریوان شي.

زرمینه وایي،که هلک او نجلۍ د مشرانو په خوښه یا مشوره واده وکړي،نو وروسته په عملي ژوند کي دا مشران ډیر د دوی په کار وراځي او دوی له غلطو فیصلو منع کوي.دغه رنګه د دوي ژوند نه ورانیږي.

صایمه د کوټې پوهنتون یوه ځوانه زدکونکې ده پخپله هم د خوښي واده کړۍ او فکر یې هم دا دۍ چي واده باید چي پخپله خوښه وښي،ولې چي د دې په ټکو،که سبا څه ستونزه هم مخته راله،نو نجلۍ به یې پخپله ذمه واره وي او و بل چا ته به بدي دعاوې نه کوي.

صایمې وویل،چي پخپله خوښه واده کول څه ګناه نه ده،ولي چي د دې په وینا،اسلام هم دا اجازت ورکړی چي په واده کي به د انجلۍ او هلک،دواړو خوښه ضروري وي. ؟

صایمي په آخر کي دا هم وویل چي دا له خپلي خوښي ډیره مطمینه ده او ژوند یې ډیر ښه تیریږي،ولې چي خاوند یې په طبیعت پوهیږي او دا ده هغه ه په طبعیت.

محمد علي د کوټي په میزان څلور لاره کي دکانداري کوي.دۍ هم په واده کي تر خپلي خوښي زیات،د مشرانو و خوښي ته اهمیت ورکوي.دۍ وایي،واده یې سپا د مور اوپلار په خوښه کړی او ډیر خوشحاله دی.

د ده په وینا،د مشرانو په مشورو کي خیر او برکت وي.محمد علي البته دا هم وویل چي هلک او نجلۍ که یو بل سره خوښ کړي،نو هیڅ بده خبره نه ده،البته پکار دا ده،چي په دغه خوښه کي مور،پلار یا اکا هم ګډ کړي.


ځوانانو او مشرانو د خپلو خبرو پر مهال زیاته کړه،چي دا خبره هم صحیح نه د چي پخپله خوښه دي هلک او انجلۍ تړون سره وکړي.دغه رنګه د مشرانو دا پریکړي هم سراسر ظلم دۍ چي دوي هلک او انجلۍ ګر سره په خبروي نه.د خلکوپه وینا،غوره خبره به دا وي چي د هر فریق مشورو او خوښو ته په پام لرلو سره یوه پریکړه وشي.
XS
SM
MD
LG