د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتونخوا غریب خلک له ترهګرو کرکه لري: فرحت تاج


پېښور: په متنو کې تر چاودنې وروسته اخیستل شوی انځور. د فرحت تاج په خبره د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیات بې وزله او نېستمن خلک اغېزمن کېږي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون په نهمه اخیستل شوی دی.
پېښور: په متنو کې تر چاودنې وروسته اخیستل شوی انځور. د فرحت تاج په خبره د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیات بې وزله او نېستمن خلک اغېزمن کېږي. دا انځور د ۲۰۱۱ز کال د جون په نهمه اخیستل شوی دی.
ژباړه: اسرار عالم مومند
سرچینه: ډېلي ټایمز


د پاکستان د انګرېزي ژبې په ورځپاڼه کې شنونکې فرحت تاج لیکلي: ((د غربي نړۍ دانشوران په دې خبره پوه دي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ وجه د دې هېواد لخوا د افغانستان او هېند په اړه تګلاره ده چې د ځمکنیو سیاسي اندېښنو پر بنسټ جوړه کړل شوې ده.))

فرحت تاج لیکي چې امریکايي څېړونکو د نېستمنۍ او د اورپکيتوب د سیاست د ملاتړ په نوم یوه سروې د پاکستان په څلورو صوبو کې کړې ده. په دې سروې کې له ۶۰۰۰ کسانو پوښتنې شوې دي.

د دې سروې ترمخې، د شتمنو خلکو پرتله غریب او بې وزله خلک د ترهګرو ډلو څه نا څه ملاتړ کوي. د هېواد د نورو صوبو پرتله د خیبر پښتونخوا خلک له ترهګرو ډېره کرکه لري. د دې لامل دا دی چې د دې صوبې خلک ترهګرۍ تر ټولو زیات ځپلي دي.

مقاله لیکونکې د برېتانیې د ټیلي ګراف ورځپاڼې په حواله وايي دا سروې د برېتانیې لخوا پاکستان ته پر ورکړل کېدونکو مرستو اغېز لرلای شي. برېتانیا به تر پینځو کالونو ۱۰۴ اربه پاونډه پاکستان ته د دې لپاره ورکوي چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د غریبۍ او بې وزلۍ مخه ونیسي.

فرحت تاج لیکي چې دا سروې په پاکستان کې عموماً او په خیبر پښتونخوا کې په ځانګړي ډول د ځمکنیو حقایقو سپین انځور وړاندې کوي. همدا راز، د قبایلي سیمو مشرانو هم مخکې په بیا بیا ویلي ول چې د غریبۍ له کبله هیڅوک د ترهګرۍ پر لار نه روانېږي.

فرحت تاج لیکي: ((په پاکستان کې غریب خلک ترهګرې ډلې ځکه نه خوښوي چې زیاتره دوی پخپله د ترهګرۍ ښکار کېږي. او دویمه وجه دا ده چې ترهګرې ډلې په زور غریب خلک له ځان سره ملګری کوي.))

نوموړې لیکي د دې ښکاره ثبوت دا دی چې هر کله ځانمرګی برید کوونکي نیول شوی او د پاکستان چارواکو هغه رسنیو ته وړاندې کړی نو هغه ویلي ترهګرو په زور له ځانه سره یو ځای کړی دی، او غریب مور پلار یې نشو کولای چې د ترهګرو له منګول یې را خلاس کړي.

مقاله لیکونکې وايي په دې سروې کې د قبایلي سیمو د اوسېدونکو نظر نه دی اخیستل شوی. نوموړې وايي که څه هم په قبایلي سیمو کې سروې کول ګران کار دی خو له دې سیمې بې کوره شوي خلک په خیبر پښتونخوا او په کراچۍ کې اوسي او د هغوی رایې په اسانه اخیستل کېدای شوه.

د فرحت تاج په خبره، د دې په فکر ((د قبایلي سیمو اوسېدونکي به له ترهګرو تر ټولو زیاته کرکه کوي.))

نوموړې لیکي: (( په پاکستان کې د دولت لخوا روزل شوې ترهګرې ډلې اوس له القاعده شبکې سره یو ځای شوې دي. نو پر ځای د دې، چې له پاکستانه د غربت ختمولو لپاره د دغه هېواد مالي مرسته وکړل شي، په کار ده د پاکستان اندېښمنو حالاتو ته ولیدل شي.))

فرحت تاج لیکي پر ځای د دې چې برېتانیا په پاکستان کې د غربت له کبله ترهګري نړۍ ته خطر وبولي نو باید برېتانیا او نور هېوادونه پر خپله ځمکه په اسلامي ټولنو کې راپورته شوې سختدریځي له منځه یوسي.

نوموړې زیاتوي د پاکستان دولتي ادارو په دې تېرو څه باندې درو لسیزو کې، په منځنۍ او اوچتې طبقو او په ځانګړي ډول په پنجاب کې سختدریځۍ ته وده ورکړې ده، نو د دې ذهنیت د بدلولو لپاره به هم کالونه وخت په کار وي. باید پاکستان په خپله بهرنۍ تګلاره کې هم بدلون راولي او د جهاد لار پرېږدي.
XS
SM
MD
LG