د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان پرېښودل به بدې نتیجې ولري




دي نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي افغانستان ته د امریکا نومول شوي سفیر راین سي کروکر خبرداری ورکړی دی چې که امریکا دا هېواد پرېږدي نو دا به ډېرې بدې نتیجې ولري. نوموړي دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې پینټاګان ویلي جنرال ډېوېډ پیټرییس له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ویستو لپاره د سرتېرو شمېر په یوه اوونۍ کې ښايي وټاکي. امریکا غواړي خپل ځواکونه د جولای له میاشتې ویستل پیل کړي.

امریکايي ورځپاڼه دي نیویارک ټایمز لیکي افغانستان ته د امریکا نومول شوي سفیر راین کروکر د سېنېټ د بهرنیو چارو کمېټۍ ته ویلي: ((امریکا یو ځل مخکې هم افغانستان پرېښی وو. دا هغه وخت وو چې دا هېواد له پخواني شوروي اتحاد سره په جګړه کې وو.)) د کروکر په خبره په ۱۹۸۹ز کال کې د افغانستان ځانته پرېښودو بدې نتیجې ولرلې، مانا دا چې طالبان قدرت ته ورسېدل. کروکر وویل: ((بیا داسې کېدل به د زغم وړ نه وي.))

د ورځپاڼې په خبره کروکر چې پخوا په عراق کې هم سفیر وو، بیا هم دا ومنله چې افغانستان د حکومتي اداري فساد په ګډون له ځېنو ډېرو ژورو مسلو سره مخامخ دی. هغه وویل که چېرې دا هر څه هم داسې پرېښودل شول نو افغانستان به په دویم ځل په جګړه کې کېوځي.

هغه وویل په افغانستان کې د امریکا موخه یواځې دا ده چې له افغانانو سره د کافي ښه حکومت په جوړښت کې مرسته وکړي، او دا اړینه نه ده چې یو مثالي جمهوریت یا ولسواکي دې وي. هغه وویل: ((که څه هم پرمختګ ګران دی خو حالات نا امیده کوونکي نه دي.))

کروکر د سېنېټ په دې اورېدنه کې له ځېنو سختو پوښتنو سره مخامخ شو، په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو د کمېټۍ مشر جان کیري ترې پوښتنې وکړې او په کانګرس کې د دې عقیدې یا تصور ښودنه یې وکړه چې افغانستان لپاره د امریکا مالي او عسکري ژمنتیا نه هم د دوی له ګټو سره تناسب لري او نه هم جاري ساتل کېدای شي.

دي نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي امریکا اوسمهال هر میاشت شا و خوا لس اربه ډالره په افغانستان کې کاروي او یو لک سرتېري یې ځای پر ځای کړي دي.
د ورځپاڼې په لیکنه: ((اوسمهال په سپینه ماڼۍ کې چارواکو په افغانستان کې د ستراتیژۍ په ترځ کې، صبر له لاسه ورکړی دی او ټینګار کوي چې د مې په دویمه د اسامه بن لادن تر وژنې وروسته باید له دې هېواده د ځواکونو د ویستلو بهیر چټک وي.))

هلته، د امریکا د دفاع وزارت چارواکو ویلي هغوی تمه لري چې په افغانستان کې د ټولو بهرنیو ځواکونو مشر جنرال ډېوېډ پیټرییس ولسمشر باراک اوباما ته د سرتېرو د ویستو په اړه د شمېر تفصیل ورکړي. ورځپاڼه زیاتوي، چې چارواکي وايي دا شمېر کېدای شي زیات یا کم وي. د دوی په خبره: ((کم شمېر کېدای شي له درې زره تر پینځو زرو پورې وي.))
XS
SM
MD
LG