د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شام په هما ښار کې نژدې ۲۰ مظاهره چیان وژل شوي


مظاهره چیانو د حمزه الخطیب تصویر اخیستی چې ادعا کېږي سوري پوځیانو په وهلو ټکولو وژلی
مظاهره چیانو د حمزه الخطیب تصویر اخیستی چې ادعا کېږي سوري پوځیانو په وهلو ټکولو وژلی

ژباړه اسرار عالم مهمند

هما هغه ښار دی چی په ۱۹۸۲ کال کې د هغه وخت د رژيم پرضد په ناکامه انقلاب کي په زرګونه مظاهره کونکي وژل شوي وو.

هم په دي ښار کي تيره ورځ د ولسمشر بشارالاسد پر ضد قهر جنی مظاهرې وشوې چې په تيرو لسو اونیو کې د شام حکومت پرضد تر ټولو لویې مظاهرې وې.

رائټر خبري اژانس په یاد شوي ښار کې د يو مظاهره کونکي له خولې وايي ،هغه په خپلو سترګو وکتل چې پوځ د ودانو د چتونو نه په مظاهره کونکو ناتاره ډزې شورو کړې او په آسی څلور لاره کې يو شمير کسان په وينو لت پت راپريوتل.

د راپورونو له مخې د شام پوځ په مرکزي ښارګوټي رستان کې هم په ډزو دوه کسان وژلي.

اې پي خبري اژانس په هما ښار کې د يو عينی شاهد له خولې وايي پوځونو يو قتل عام وکړو ټولو خلکو منډې وهلې او پوځيانو به پری ډزې کولې نوموړی زياتوي هغوی هم په پردو کورونو کی پناه واخیسته او کله چې د حکومتي پوځ لخوا عامه وژنه بنده شوه نو دوی راووتل.

په سوريا کي د بشري حقونو کارکونکی رامي عبدالرحمان وايي د مارچ مياشتی په نيمايي کې شورو شوو مظاهرو کې تر دې دمه دا تر ټولو لويې مظاهرې دي چې د دغه هيواد په ټولو ښارونو کي تر سترګو کيږی.

نوموړی وايي د شام حکومت د ملک دننه انټرنيټ بند کړی دی چی د مظاهره کونکو خبرونه او تصویرونه نورې نړۍ ته ونه رسېږي چې د پیغام رسولو يوه مهمه ذريعه وه.

داسې فکر کيږي په شام کي دا تازه مظاهرې د ديارلس کلن حمزه الخطيب د وژنی له آمله راپورته شوي وی.د حمزه الخطیب ويډيو څو ورځی وړاندې په( يو ټيوب) ورکړل شوې وه چي پکې ښودل شوي وو په نوموړي سخت تشدد شوی خو چارواکو دا خبرونه رد کړیدي.

د راپورونو له مخې په درعا ښار کې مظاهره کونکو ویلي چی هغوی به د دغه ماشوم وژونکي معاف نه کړي بلخواه په راسل عين ښار کې مظاهره کونکو ویلي چې هغوی آزادي غواړی.

د بشری حقونو ادارې وايي په شام کې د ولسمشر بشارالاسد پرضد شورو شوو مظاهرو کی تر دې دمه ۱۱۰۰ کسان وژل شوي دي.

د بخښنې نړيوالې ادارې له مخې په ۱۹۸۲ کال کي پخواني ولسمشر او د موجوده ولسمشر پلار حافظ الاسد په هما ښارکي د سني مسلک سره تعلق لرونکو مظاهره چيانو باندی بمباري کړې وه چی پکې له ۱۰ نه تر ۲۰ زرو پورې کسان وژل شوي وو.

سوريا حکومت تور لګوي چی په هيواد کي د راونې بد امنۍ ترشا د اسلامي ډلو او بهرنو لاس دی .

د ملګرو ملتونو مشر بان کي مون هم په شام کې د پوځ لخوا په حکومت ضد مظاهره کونکو د مخ په زياتيدونکي تشدد په سختۍ سره غندنه کړې او غوښتنه یې کړې چي په دغه هيواد کې دي د بشري حقونو سرغړونه بنده کړي.
XS
SM
MD
LG