د لاسرسي ځای

تازه خبر

غریبي ترهګري نه زیږوی


لیکنه دې ټيلي ګراف

ژباړه بشیرګواښ


ټيليګراف ورځپاڼه ليکي چې د ځينو ډيرو ښو امريکايي پوهنتونونو د څيړونکو له خوا يوه شوي څيړنه ښئ چې په پاکستان کې غريبي او داورپکو ډلو لپاره د ځوانانو ملاتړ له يو بل سره هيڅ اړيکه نه لري.
د مقالې ليکوال وايي چې د دې څيړنې پايلې د برتانییا د واکمن ګوند د هغه دليل برعکس خبره ده چې غواړي پاکستان ته په راتلونکو پنځوو کلونو کې يو اعشاريه څلور بيلينه پونډ د برتانيیا د محفوظه ساتلو لپاره ورکړي.
ټيلي ګراف ورځپاڼې د دې څيړنې د يوې ليکوالې کريسټين فير له خولې ليکلي چې په پاکستان کې غریب خلک د تعليم يافته او مالداره خلکو په نسبت د اورپکو ډلو کم ملاتړ کوي. هغه دې نتيجې ته د ۶۰۰۰ کسانو له سروی کولو وروسته رسيدلي.
خو کريسټين فير زياتوي چې بيا هم امريکا او برتانییا په کور دننه د ترهګرۍ څخه د خلاصون او مخنيوي لپاره د پاکستان د تعليم په څانګه کې د سرمايه ګزارۍ خبره کوي.
د ټيلي ګراف ورځپاڼې په مقاله کې راغلي چې برطانيه خپل داخلي مصرفونه کموي او پاکستان کې د پيسو لګول جاري ساتي. په داسې حال کې چې ډيرکم پاکستانيان ټيکسونه ورکوي او ملک يې زياتره پیسې په پوځ او خپلو ايټمي بټيوو په خونديتوب لګوي.
د دې ورځپاڼې په مقاله کې زياته شوي چې د ټولنيز ساينس د څيړنې د شبکې يا سوشل ساينس ریسرچ نيټ ورک له خوا شوي دې څيړنه کې د پاکستان ټولنيز او اقتصادي حالت پرتله او څيړل شوي دي چې په نتيجه کې يې دا خبره مخې ته راغلي چې غریبانان د ځان مرګو بريدونو او نورو ترهګرو کړنو ډير ښکار کيږي او همدا وجه ده چې دا خلک له وسله والو ډير نفرت کوي.
ډاکټر کريسټين فير ټيلي ګراف ته ويلي چې له دې داسې معلوميږي چې په پاکستان کې د غریبۍ د ختمولو او تعليم په مد کې د سرمايه لګولو لپاره کوم ښه دليلونه نشته.
ورځپاڼه ليکي چې د ترهګرۍ خوريدلو يوازينۍ وجه غربت او د تعليم کمی نه دی بلکې د خراب حکومت دارۍ تر څنګ نورې ډير داسې لاملونه هم شته چې د ترهګرۍ د خوريدلو سبب کيدای شي.
XS
SM
MD
LG