د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې سبا په اسلام اباد کې لوبه کوي



بوریوال کاکړ

دا به لومړی ځل وي چې د ۲۰۰۹م کال د مارچ په میاشت کې د پاکستان د لاهور په ښار کې د سري لنکا د کرکټ پر لوبډله تر شوي برید څه باندې دوه کاله وروسته یوه نړیواله لوبډله په پاکستان کې د لوبېدلو لپاره هلته تللې .

تر دې وړاندې نه یوازې نړیوالې لوبډلې د امنیتي ستونزو له امله هلته له تلو انکار کوي بلکه د لسم نړیوال کپ هغه لوبې چې په پاکستان کې به تر سره کېدې ، هند ، بنګله دېش او سري لنکا ته ورکړل شوې.

پاکستان ته د تلونکې افغان لوبډلې د امنیت ساتنې په اړه د پاکستان په خبري رسنیو کې داسې خبرونه راغلي وو چې د دې لوبو لپاره د لوړې کچې امنیتي ګامونه په پام کې نه دي نیول شوي.

خو د پاکستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې مشر ندیم سرور مشال ریډیو ته وویل چې رسنیو د دوي خبره غلطه خپره کړې وه.

ً موږ دا ویلي وو چې د نړیوالو لوبډلو چې موږ څه ډول امنیت ساتو هم هغسې به د دوی امنیت ساتل کیږي ، پر دې سربیره چې افغانستان د کرکټ د نړیوالو شورا بشپړه غړی نه دی خو بیا به هم موږ د بشپړه غړو په شان د دوي امنیت ساتو. ټولې اړونده ادارې مو په اعتماد کې اخیستې دي او د کورنیو چارو له وزیر سره مو لا خبرې کړي دي او موږ ته باور را کړل شوی دی چې د پام وړ امنیتي ګامونه به اخیستل کیږي ً .

چې کله د افغانستان د کرکټ لوبډلې له منېجر شفیق الله ستانکزي څخه په دې اړه وپوښتل شو نو هغه وویل چې په دې اړه ډېره ډاډګیرنه ورکړل شوې ده.

ً د امنیت په باره کې هغوي موږ ته کافي ډاډګیرنه راکړېده ، او دا د افغانستان د کرکټ بورډ یو کمک دی د پاکستان د کرکټ له بورډ سره او د د کرکټ د اړیکو لپاره بو مثبت قدم دی او له دې څخه به دواړو ملکونو ته ګټه ورسیږي ً .

شفیق الله ستانکزي مشال ریډیو ته وویل چې په ایبټ اباد کې تر سره کېدونکې لوبه به اوس هلته نه بلکه په اسلام اباد کې تر سره کیږي.

ً چې کله یو پلاوی تللی وی نو هلته د پاکستان د کرکټ له چارواکو سره پر دې سلا شوي وو چې افغانستان به خپلې درې لوبې په فېصل اباد او راولپنډۍ کې ترسره کوي خو بیا د پاکستان له خوا موږ ته دا حال راغی چې تاسو به یوه لوبه په ایبټ اباد کې هم تر سره کوی خو د افغانستان د کرکټ بورډ په دې وتوانېدی چې هغه لوبه اسلام اباد ته بدله کړي ً .

ایبټ اباد هغه ښار دی چې د مۍ پر دویمه نېټه د امریکايي ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې د القاعده شبکې د هغه وخت مشر په کې وزل شوی وو.

چې کله مو د پاکستان د کرکټ بورډ د رسنیو د څانګې له مشر ندیم سرور څخه د دې لوبې اسلام اباد ته د بدلولو لامل وپوښتی نو هغه وویل.

ً په ایبټ اباد کې یوه لوبه وه او زما په خیال چې دریمه لوبه وه ، هغه اوس د اکمالاتي لاملونو له کبله اوس په اسلام اباد کې ترسره کیږي ً


دا چې له شاوخوا دوو کلونو وروسته پاکستان ته د د یوې نړیوالې لوبډلې ورتګ په دې ملک کې د نړیوال کرکټ د بحالی لپاره څومره مهم دي ، ندیم سرور یې په اړه وايي .

ً ډېر مهمه ده دا دوره ، له دوو کلونو وروسته یوه نړیواله لوبډله پاکستان ته راځي . موږ ډېر کورني ټورنامنټونه وکړل ، څلوېښت زره کسانو به د لوبې کتلو ته راغلي وو او هم دومره به دباندې وو ، بیا چې د هند او پاکستان تر منځ د نړیوال کپ نیمه پای لوبه وه نو موږ هغه په قذافي سټېډیم کې پر لوی سکرین وښودله ، او اوس د افغانستان د کرکټ لوبډله راځي نو د دې هر څه مقصد دا دی چې موږ نړۍ ته دا وښیو چې دلته کرکټ کېدای شي ، دا یوې خواته چې خلک یې څومره خوښوي ، او بل پلو ته د نړیوال کرکټ لپاره زموږ اسانتیاوي څنګه دي . او دا هم چې دلته د امنیت ستونزه نشته او دلته د کرکټ لوبې تر سره کېدای شي ً .

د افغانستان د کرکټ لوبډله چې د پاکستان له کومې لوبډلې سره درې یو ورځنۍ لوبې تر سره کوي ، هغې لوبډلې ته یې په چین کې د اسیایي لوبو په لړ کې ماتې ورکړې وه.
XS
SM
MD
LG