د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کراچۍ کې د سعودي عرب دکونسليټ یو چارواکی ووژل شو



ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ


د سند صوبې سر ښار کراچۍ کې نن سهار نامالومه وسله والو په ډزو د سعودي کونسليټ يو کارکونکی وژل شوی دی.

پوليس وایي ، د ښار په شتمنه سیمه ډيفنس کې د ګل په سهار نامالومه کسانو حسن القابي هغه وخت تر ډزو لاندې راوستو کله چې هغه د کور نه سعودي کونسليټ ته د کار لپاره پر لاره وو.

د غربي کراچۍ د پوليسو مشر اقبال محمود د پېښې د ځای کتنې نه وروسته خبريالانو سره په خبرو کې وويل، چې وژل شوی تن د سعودي تابيعيت لرونکی و،هغه د پېښې د ځايې نه په لږه فاصله د ډيفنس په سېمه اوسيدولو ،،موټر سايکل باندې ناست کسانو په ده ډزې کړي دي ،ټولټال څلور ډزه په ګاړي شوي دي . چې له وجې يې هغه ځای په ځای وژل شوی دی . د پېښې د پلټنې په اړه مو پلټنې شورو کړي دي . د وژل شوي تن مړی دښار تر ټولو لوي سرکاري روغتون جناح هسپتال ته وړل شوی دی .

د هسپتال د سرچينو له مخې حسن القابي په سر او سينه څلور ډزه لګيدلي دی ،او په سر د لګيدلی ګولۍ له وجې هغه ووژل شو.

د پېښې لیدونکي وايي پېښه د بحرين کونسليټ سره نزدې د خيابان شهباز په سیمه سهار خواوشا نهه نيمې بجې هغه وخت مخې ته راغله کله دوه موټر سايکل سورو د سرک له دواړو غاړو څخه په کرولا موټر ډزې شورو کړې .

د يادونۍ وړ ده چې پنځه ورځې مخکې د ډيفنس په سېمه کې د سعودي پر کونسليټ نامالومه کسانو د لاسي بم حمله کړې وه ،چې د ودانۍ بهرني ديوال ته یې معمولي زيان اړولی وو ،خو مرګ ژوبله يې نه لرله .
XS
SM
MD
LG