د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان د تازه او وچو میو صادرات زیات شوي دي


نقيب الله متونوال مشال راډيو خوست

دافغانستان وچه او تازه ميوه په نړۍ كې ډير شهرت لري. كه څه هم په دې هيواد كې اوږدې جګړې هر څه زيانمن كړي او په دې لړ كې باغونو ته هم ډير زيان اوښتى، خوبيا هم خلك زيار او زحمت باسي او خپل كاروبار ته دوام وركوي

. د افغانستان كندهار ولايت هم يو له هغو نا امنو ولايتونو څخه دى، چې په رسنيو كې ور څخه ډير ځله د جګړو رپوټونه خپريږي. خو بياهم د دې ولايت چارواكي وايي، چې د تېر په پرتله پرسږ کال له دې ولايت څخه د وچې او تازه ميوې صادرات څو برابره زيات شوي دي.


د افغانستان له کندهار ولایت څخه ډېرځله د نا امنیو اوجګړو راپورونه ورکول کیږي او تېرکال هم د دې ولایت په ګڼو ولسوالیوکې د افغان او نړیوالو ځواکونو لخوا د وسله والو مخالفینو پروړاندې عملیات روان وو چې د مرګ ژوبلې ترڅنګ د خلکو کرکیلې او باغونو ته هم زیات زیانونه واوښتل په ځانګړي ډول د انګورو د حاصلاتو پر وخت ډېر خلک بې ځایه او انګور په باغونو کې وراسته شول.
خو بیا هم د دې ځای خلکو خپل زیار او همت له لاسه نه دی ورکړی او د خپل ژوند معیشت چارو د پرمخ بېولو لپاره یې زیار او زحمت ګاللی او د خپلو باغونو په روزنه کې یې نه ستړي کیدونکي هلې ځلې کړي.

د کندهار د سوداګرۍ د خونو چارواکي وایې چې د جنګ جګړو سره سره بیا هم له كندهار څخه د وچو او تازه میوو حاصلات څوبرابره زیات شوي.
خو بزګران او باغوانان وایې، چې که دولت له دوی سره مرسته وکړي د دوی حاصلات به څوبرابره زیات شي.

دکندهار د ژیړۍ ولسوالۍ یو تن اوسیدونکی صادق خان وایې، چې که دولت د دوی سره د سرې ، د ونو او بوټو د مرضونو ضد درملو ا و بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي نوهم به دوی ته او هم دولت ته ډيره ګټه شوي وي.

د پنجوایې اوسیدونکی ګل احمد وایې، چې ډېرځله د خرابو او ستونز منو لارو له امله د دوی حاصلات په وخت بازارونو ته نه شي رسیدای او له دې امله دوی ته ډېرزیان اوړي.

د ژېړۍ ولسوالۍ یوتن بل باغوان هم ورته خبره کوي چې له دوی سره باید دولت د لارو د خلاصون او بازار موندنې په برخه کې مرسته وکړي.
د کندهار ولایت د سوداګری د خونو ریس حاجي نصرالله زهير وایې چې دوی دباغوانانو اوبزګرانو ستونزې مني خو دوی هڅه کړیده چې د دوی د وچو او تازه مېوو لپاره ښه بازار پیداکړي.
نوموړی زیاتوي، “د ۱۳۸۸ کال په نسبت درې چنده انار دلته راجسترشول. په ۱۳۸۸ کال کې ۲۶۰۰ ټنه اوپه ۱۳۸۹ کال کې ۶۷۰۰ ټنه انار رجسترشویدي چې ډیری یې هندوستان ته صادر شویدي اودنړی نورهېوادونه هم غواړي چې زمونږ انار هلته صادر شي خوکه هوایې ترانزیټ برابرشي نور زیات انار به صادر او په ښه قېمت خرڅ شي.٬٬

د کندهار د سوداګری خونو ریس دا هم وایې چې د دې ترڅنګ په زرګونه ټنه نا راجستر شوي وچه او تازه مېوه پاکستان او اېران ته هم صادره شوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ډېری بزګران اوباغوانان د تازه او وچو مېوو حاصلاتو ته مخه کړي او پیداوار یې هم ډېر زیات شوي خو د ښه مارکېټ نه لرلوله امله دوی ته ډېره ګټه نه پاتې کیږي.
XS
SM
MD
LG