د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بجلۍ رسولو کارکونکو هړتال: کراچۍ په تیار ه کې



ظفرکريمي مشال ريډيو کراچۍ

کراچۍ ښار ته بجلي ورکونکې ادارې کی اي ايس سي کارکونکو د خپلو ملګرود بحالولو دپاره هرتال کړی دی چې له وجې يې د ښار په زياتره برخو کې د بجلي بحران زيات شوی دی.

د بجلۍ نشتوالي والي کې روستو له هغې زياتوالی راغې کله چې د کی اي ايس سي ملازمينو په کار بنديز لاس پورې کړو. د کاربنديز روسته ښار ته بجلۍ ورکولو چارې سختې اغيزمنې شوي او د صدر،طارق روډ،ډيفنس او د ښار يو شمير نورو سېمو کې خلقو د بجلۍ نشتوالي(لوډشيډنګ( په ضد مظاهرې هم کړي دي .


د کی اي ايس سي کارکونکي د احتجاج لامل دا بيانوي چې څه موده مخکې د دغه ادارې څخه لېرې کړی شويو ملازمينو د بحالولو لپاره په شورو کړی شوي تحريک برخه اخستونکو په ضد د ادارې انتظاميې رويه ناسمه ده ـ او اوس انتظاميي دهغو ملازمينو پسې راخيستې ده او د هغوي په ضد يې کاروايي شورو کړی ده ـ احتجاج کې شريک يو تن وايي ،،د جنورۍ په نوولسمه نېټه چې کی اي ايس سي کوم څلورنيم زره کسان ويستلي و،هغوي ويل چې تاسو په ادار بوج ياست ،هغوي زمونږ پر ځايې نور کسان راوستل مونږ دهغې په ضد مظاهرې شورو کړې او اخر دا چې مونږ بېرته بحال شو. اوس دوي په مونږ ددرغو ايف اي ار وليکل ،زمونږ د زياتو کسانو په ضد يې چارج شيټ جوړ کړل مطلب دا چې دوي مونږ په څه طريقه لېرې کول غواړي ،دوي اوس زمونږ په ځاي ي نور کسان راوستلي دي نو مونږ دا احتجاج ځکه کوو چې مونږ سره دې انصاف وکړی شي که دوي نور خلق راولي نو مونږ ددې ادارې پخواني ملازمين يو ،دا زمونږ حق دی ،،

د کی اي ايس سي مزدور اتحاديې مرستيال مشر شوکت حيات بيا وايي چې ياده شوې اداره کې سياسي لاس وهنه شورو شوې ده او سياسي ګوند د خپلو کسانو د برتي کولو لپاره پښتانه مزدوران لېرې کول غواړي ،،دا مرکزي اداره وه خو د ايم کيو ايم په فشار شوکت عزيز دا شخصي کړه،اوس چې کومه انتظاميه راغلې ده.د دې ا۱۸ ډايريکټران د ايم کيو ايم ډلې غړي دي. اوس يو طرف ته انتظاميه کې ايم کيو ايم ناست دی ،بل طرف ته د مزدور اتحاديې مشري د پښتنو سره ده.

دوي د مزدورانو د زور ختمولو لپاره د کی ايس سي په برخو کې مزدوران لېرې کړل ـ لېرې کړی شويو کسانو کې ډرايوران دي چې زيات پکې پښتانه دي،بل سيکورټي ګارډ دي چې اته نيم سوه کسانو کې شپږ سوه پښتانه دي ،بابوګان دي چې هغې کې هم اکثريت د پښتنو دی ،چپړاسيان هم زياتره پښتانه دي ،د بل ويشولو والا هم پښتانه دي ،دوي واي دا موږ ټيکدار ته ورکوو خو ايم کيو ايم د ټيکدار له لارې خپل اوولس سوه کسان برتي کړي دي اوس هم برتي شورو ده ،دوي په دې توګه موږ لېرې کول غواړي او خپل څلورزره نور کسان دې ادارې ته راوستل غواړي ،،

د بجلۍ ورکونکې ادارې کی اي ايس سي جنرل منېجر امين الرحمان دا تورونه ردوي او وايي چې کی ایي ايس سي هيچا ته د ادارې د پريښودلو نه دي ويلي ،،دا چې کوم څلور نيم زره کسان دي دوي ته اوس هم تنخوا ميلاويږي ،موږ يو تن هم نه دی ويستلی ،موږ دوي ته وايو چې اوس تاسو کوم کار کوی دا کار د بلې کمپنۍ له لارې د کی اي ايس لپاره وکړی ،،

د يادونۍ وړه ده چې ښار ته بجلي ورکونکې ادارې کی اي ايس سي د روان کال د جنورۍ په نوولسمه نېټه ددغې ادارې څخه څلورنيم زره کسان ويستلي و،چې په ضد يې ويستل شويو کسانو مظاهرې کړې وې .

د مظاهرو وروسته د بجلۍ او اوبو مرکزي وزير راجه پرويز اشرف په حکم د ويستل شويو کسانو د بېرته بحالولو پريکړه شوې وه ،د مزدروانو د اتحاديې مشران وايي چې تر څو د کی اي ايس سي د ملازمينو د لېرې کولو پريکړه په مکمله توګه بېرته نه وي اخيستل شوي دوي به احتجاج ته دوام ورکوي .
XS
SM
MD
LG