د لاسرسي ځای

تازه خبر

پښتنو مشرانو امریکايي سفیر ته خپلې ستونزې واورولې


د امریکا سفیر کیمرون منټر په کوټه کي د پښتون قامي جرګې له مشر نواب آیاز جوګېزي سره د لیدو وروسته خبريالانو سره د خبرو پر مهال
د امریکا سفیر کیمرون منټر په کوټه کي د پښتون قامي جرګې له مشر نواب آیاز جوګېزي سره د لیدو وروسته خبريالانو سره د خبرو پر مهال


نیازموسی خیل،کوټه

د امریکا سفیر کیمرون منټر په کوټه کي د خپلې دورې پر مهال،له پښتون قامي جرګې سره ولیدل.جرګه د نواب ایازجوګیزیي په مشري کي د بلوچستان پر ځایي ملکانو،سردارانو او مشرانو مشتمله وه.

په ناسته کي مشرانو د سیمي ستونزي له امریکایي سفیر سره شریک کړې. یوه مشر په سیمه کې د اوبو او بجلۍ د نیشتوالي ذکر وکړ.

له ناستي وروسته نواب ایازجوګیزیي رسنیو ته وویل،چي له امریکایي سفیر سره د لیده کاته لویه مخه د سیمي د صحت،تعلیم او روزګار ستونزي شریکول وو.او زیاته یې کړه چې دا لیده کاته د امریکايي سفیر په غوښتنه ترسره شو.

د امریکا سفیر کیمرون منټر له لیدوکتو وروسته رسنیو ته وویل،” چي دی دلته په راتلو ډیر خوشحاله دی. خلکو د سیمي له حالاتو او روانوچارو نه خبر کړی.په ناسته کي پر دې خبرط وشوې چي په راتلونکې کي به څنګه کار سره کوو،هغه که له بلوڅانو سره وي او که بیا له پښتنو دوستانو سره٬٬


که څه هم بلوچستان ته د امریکا د سفیرکیمرون منټر سفر د ستونزو د حل او اړیکو د ټینګولو یوه هڅه بلل کیږي،خو د څیړونکو په وینا،امریکا له تیر کال څخه په دې هڅه کې ده چي په کوټه کې کونسل خانه خلاصه کړي،خو لاتراوسه یې فیصله نه ده کړې.

امریکايي سفیر کیمرون منټر خپله هم،له رسنیو سره د خبروپر مهال،دا خبره منلې وه او ویلي یې وو چې په کوټه کي د کونسل خانې جوړولو بنیادي مقصد د بلوچستان اوسیدونکو ته د ویزې آسانتیاوې ورکول او په صوبه کی د امریکا د پرمختیايي پروژو جاج اخیستنه ده.
XS
SM
MD
LG