د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان نوى تعليمي كال ولسمشر حامد کرزي په زنگ وهلو پيل کړ.


په افغانستان کې اوس هم زرګونه ماشومان تر شنه اسمان لاندې زدکړې کوي
په افغانستان کې اوس هم زرګونه ماشومان تر شنه اسمان لاندې زدکړې کوي

نقیب الله متونوال مشال رېډیو خوست

په افغانستان كې نوى تعليمي كال د ولسمشر حامد کرزي لخوا د کابل د ښار د اماني لېسې په تالار کې د ښوونځي د زنګ په وهلو سره رسما پيل شو.
ولسمشركرزي په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د خپلو خبرو په ترڅ کې له طالبانو وغوښتل، چې د ښوونځيو په سوځولو سره دې خپل اولادونه دې ته نه اړباسي، چې له پرديو سره يوځاى شي.

کرزي طالبانو ته په خطاب ټينګار وکړ،((که غواړى چې بهرنيان له دې خاورې ولاړ شي، نو پرېږدئ چې افغانستان پرمختګ وکړي، پرېږدئ! چې د افغان بچى تعليم وکړي، پرېږدئ چې د هېواد بچى په خپلو پښو ودرېږي، هلته به نو بيا بهرنيان پر خپله ولاړ شي.))

كرزي زياته کړه، چې که طالبان ښوونځي سوځوي، دا په دې معنا، چې دوى د بهرنيانو دوستان دي.

کرزي له هغو هېوادونو، چې د تعليم او تربيې او د لوړو زده کړو په برخو کې يې له افغانستان سره مرستې کړې، مننه وکړه او په دې برخه کې د نورو مرستو غوښتونکى شو.

د افغانستان د پوهنې وزير ډاكټرغلام فاروق وردگ په همدې اړه جوړې شوې غونډې ته د پوهنې وزارت راتلونكى پلان په بشپړه توگه بيان كړ او وويل ،چې په ټول هيواد كې اوس مهال له اتو مليونو زيات ښځينه او نارينه زده كوونكي ښوونځيو ته ځي .نوموړي نورې برياوې او پلانونه داسې بيان كړل.


د افغانستان د پوهنې وزير فاروق وردگ زياته كړه ،چې اوس هم په يوشمير نا امنو سيمو كې څلور سوه پنځوس ښوونځي تړلي دي ، چې دوى د پرانستلو هڅې كوي. نوموړي ځينې ستونزې هم وښودې چې په افغانستان كې د معارف پر وړاندې خنډ دي.

د سولې د کمېسيون يوه غړي او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په عربستان کې د طالبانو سفير حبيب الله پوځي په يادو مراسمو کې وويل، چې طالبان نه پخوا، او نه هم اوس د معارف مخالف دي او مخالف هم بايد نه وي.

کرزي له هغو هېوادونو، چې د تعليم او تربيې او د لوړو زده کړو په برخو کې يې له افغانستان سره مرستې کړې، مننه وکړه او په دې برخه کې د نورو مرستو غوښتونکى شو.

د يادونې ده، چې په افغانستان كې په ١٣٩٠ ښوونيز کال کې شاوخوا د ٨،٣ ميليونه زده کوونکو لپاره په ١٤زره ښوونځيو کې د ١٩٠ زره ښوونکو لخوا د زده کړې زمينه برابرېږي
XS
SM
MD
LG