د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان حکومت دې د کراچۍ هدفي وژنو ته پام وکړي.اېکسپرېس ټریبیون


په کراچۍ کې د هدفي وژنو پر ضد په کوټه کې د پښتوخوا مېپ لاریون
په کراچۍ کې د هدفي وژنو پر ضد په کوټه کې د پښتوخوا مېپ لاریون


په ورځپاڼه ایکسپریس ټریبیون کې د کراچۍ په هدفي وژنو یو لیکنه کې راغلي، پاکستان د کراچۍ د خراب صورتحال پر ځایی په دې اندیښمن دی چې بلیک واټر او سي آی اې طالبانو ته پیسې ورکوي.

په کراچۍ کې هره ورځ په لسګونو کسان په هدفي وژنو کې وژل کیږي. په دې ترڅ کې ټول ځاییونه خوندي نه دي پاتې خو له تشدده تر ټولو زیاتې اغیزمنې علاقې لانډهي چورنګي، قصبه کالوني او کټی پهاړي دي

. که څه هم په دې پیښو کې ځیني ککړ کسان ونیول شي. خو د دوي شمیر نه کمیږي او حالات هم دغه سې روان دي. ورځپاڼه دې دې حالاتو لپاره د سیاسی ګوندونو تر مینځ ویش ذمه واره ګڼي.


ورځپاڼه زیاتوي هدفي وژنو ته په کتو سره داسې ښکاری د متحده قامی موومنټ، عوامي نیشنل ګوند، او د پاکستان پیپلز ګوند کارکونکي وژل کیږي. د دې ترڅنګ د مذهبي ګونونو کارکونکي هم وژل کیږي

. که څه هم سیاسي ګوندونه د تشدد په پیښو کې د لاس لرلو نه انکار کوي خو ورځپاڼه نظر لري چې د تشدد په کنټرولولو کې پکار ده دری واړه ګوندونه خپل ونډه واخلي. ځکه چې ټولې پارټۍ د سند صوبې حکومت کې برخه لري.


ورځپانه د کراچۍ د حالاتو په اړه د رینجرو بېوسي په نښه کوي او وایی دوی هم زور نه لري چې دا تشدد ختم کړي. په ورستیو کې د کراچۍ پولیس ویلي وو چې ګڼ شمیر شکمن کسان یی نیولې خو بیا هم په حالاتو کې کوم فرق نه دې راغلې. پولیس د نیول شوو کسانو شناخت او یا د سیاسی ګوندونو سره د دوي تعلق په اړه هم وضاحت و نه کړ.

ولسمشر آصف علي رزداري هم د پارلیمان ګډې غونډې ته په وینا کې د کراچۍ حالات د ښه کولو په اړه وویل، خو ورځپاڼه وایی داسې دعوې د دې نه مخکې هم شوي دي.

ورځپاڼه لیکي داسې ویل کیږي د پیپلز امن کمیتي پر سر د ایم کیو ایم او د پیپلز پارټۍ تر مینځ لانجې د هدفي وژنو نوې لړۍ شورو کړېده. ایم کیو ایم په پیپلز ګوند تور لګوي چې امن کمیټي د دوي کارکونکي په نښه کړي دي.

بلخوا د سند صوبې د کورنیو چارو وزیر د هدفي وژنو لپاره ایم کیو ایم ذمه واره ګرځوي. د دې سره سره د نېب چرمین لرې کولو د سپریم کورټ په فیصله د سند صوبې پیپلز پارټۍ هم هړتال کړې وو. چې له امله یی په تشدد کې زیاتوالې راغلی. ورځپاڼه د ښار د حالاتو په اړه لیکي چې امنیت د ښه کولو لپاره هڅې نه کیږي.

د دې سر بیره ورځپاڼه په ښار کې د جهادي ډلو د شتون په اړه هم اشاره کوي. په ښار کې د مدرسو شمیره زیاته شوې چې د دې جهادي ډلو ذده کونکي په دې مدرسو کې تعلیم کوي او بیا وروسته د دې ډلو لپاره یو مهم رول لوبوي.


د دې نه علاوه په فرقه ایزه وژنو کې هم ګڼ شمیر ډاکټران وژل شوي. ایم کیو ایم دعوی کوي چې په فرقه ایزه بنیادو د دوي ځیني شعییه کارکونکي وژل شوي دي. ورځپاڼه لیکي دې ته هم سمه پاملنه پکار ده. خو پولیس ورته سمه توجو نه ورکوي.
ورځپاڼه زیاتوي د کورنیو چارو وزیر رحمان ملک ډیر خوشبینه دې چې وایی هدفي وژنې به ډیر زر ختمې شي، که د هغه وروستي بیانونو ته کتنه وشي نو هغه دا ښکاره کوي چې په پاکستان کې ترهه ګري د بهرني هیوادونو پیداوار دې. چې پکې پرله پسې امریکا، هند او اسراییل شامل دي.

ورځپاڼه لیکی که حکومت په پاکستان کې د امریکا جاسوسي ادارې کارکونکي لټوي، د دې سره به د کراچۍ حالات ښه نه شي. دا به هغه وخت سم شي کله چې سیاسی ګوندونه له خپل طبعی شعور سره کار وکړي.
XS
SM
MD
LG